محمود خان اڅکزي په ياده جلسه کې د پښتنو پر خاوره اوږدو جنګونو او ناامنيو ته په اشارې ویلي ول چې پښتانه د نورو جنګونو توان نه لري او نوموړی به پښتانه له "بدۍ" خلاصوي. په همدې تناظر کې نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې وه چې که چا "په خښم (غصه) کړ" نو ځان ته به "د طالبانو وزيرخارجه " هم ووايي.
طالبانو د بريدونو پيلولو لامل د هغوی خلاف په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځي عملیات ښوولي. تر دې وړاندې د تېر کال (۲۰۲۱ز) په اکتوبر مياشت کې د حکومت او طالبانو تر مينځ مذاکرات پیل شول چې د سولې د پروسې لپاره یوه ۵۳ کسیزه حکومتي جرګه جوړه شوه.
۶۹ کلن اسماعیل د نومیالۍ مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار دی چې ورباندې د احتجاجونو او جلسو پر مهال د ریاست ضد ویناګانو، د خلکو پارولو اوترهګرۍ په تور مقدمه دایره شوې وه خو هغه له پاکستانه ووته او اوسمهال په امریکا کې اوسي.
د نومبر ۲۰مه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. ملګري ملتونه وايي، د دې ورځې لمانځلو موخه د نړۍ د ماشومانو ترمینځ یووالی او د ماشومانو خیرښېګړې ته وده ورکول دي. د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې بېوزلۍ زرګونه ماشومان سخت یا شاقه کار ته اړ کړي دي.
د نومبر ۱۶مه د ملګرو ملتونو له زغم نړیوالې ورځې سره سمون خوري. دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د پښتنو ټولنه د تشدد او ناکرارۍ ښکار ده. پر دې موضوع مو د کرک په خوشال خان خټک کې د انګرېزۍ څانګې له استاد ډاکتر سید حنیف رسول سره خبرې کړې دي. په اړه یې بشپړه مرکه واورئ.
اکادمي ادبيات پاکستان د اکتوبر له ۳۱مې د نومبر تر دويمې نېټې پورې په اسلام اباد کې د ماشومانو د ادبياتو پر موضوع يو نړيوال کنفرانس جوړ کړی وو.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، دا نوی ګام چې پاکستان به له چین سره په یوان کرنسۍ کې راکړه ورکړه کوي، اسلام اباد ته د بهرنیو پورونو په واپس کولو کې یو نوی فرصت په لاس کې ورکړي.
تر اوسه روښانه نه ده چې دواړه هېوادونه، چې لا یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، به څنګه سیپیک تر افغانستانه غځوي او په اعلامیه کې هم په اړه نور معلومات او تفصیل نه شته.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته