د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د اګست پر ۳۰مه مړ شو. پښتون سياستوال افراسياب خټک د افغانستان د پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د عوامي نېشنل ګوند د پخوانی مشر خان عبدالولي حان په ملتيا له ګورباچوف سره ليدلي ول.
ملګري ملتونه له تېرو پینځو کلونو راهیسې هر کال د اګست پر ۲۱مه د ترهګرۍ ځپلو په یاد کې او ورته د درناوي لپاره ورځ لمانځي. په پاکستان او په تېره په خیبر پښتونخوا کې ګڼ خلک ترهګرۍ ځپلي دي او یوشمېر کورنۍ وايي، لا هم د انصاف په تمه دي. نور په رپورټ کې.
د پاکستان په رسنیو کې د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د سلاکار شهباز ګېل ګرفتارۍ او ورباندې د تشدد د دعوو په اړه تاوده بحثونه روان دي.
جرګو ته د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) په شمول د شاوخوا ټولو سياسي ګوندونو استازي او د سيمې مدني فعالان، ليکوالان او هنرمندان وربلل شوي ول. خو په جرګه کې د صوبې د حکمران ګوند تحريک انصاف هېڅ استازي شرکت و نه کړ.
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې د اګست پر ۱۷مه د ماښام لمانځه پر مهال په جومات کې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی. د افغانستان پېژندل شوی دیني عالم قاضي لودین وايي، اسلامي شریعت په جومات یا په بل هېڅ ځای کې د انسان د وژنې اجازه نه ورکوي. بشپړه مرکه واورئ.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه چې کله طالبانو کابل ونيوه او پر افغانستان يې واکمني پيل کړه نو د پاکستان حکومت ځينو حلقو دغه نوي بدلون ته په مثبت سترګه کتل، خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان، په ځانګړې توګه، خيبر پښتونخوا د وسله والو له يوه نوي خطر سره مخامخ شوې ده.
په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو په اړه د ۲۰۰۲ز کال په قانون (پولېټیکل پارټیز ایکټ) او د ۲۰۱۷ز کال په انتخاباتي قانون کې راغلي چې هېڅ ګوند د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره له بهرنیو حکومتونو، ادارو، سازمانونو او وګړو څخه پیسې نه شي اخیستی. په دې اړه رپورټ.
د پاکستان تر جوړېدو وروسته د شاوخوا لومړۍ لسیزې په موده کې هغه هېواد له ای اېم اېفه د پیسو اخیستو ته اړ شو. له هغه وخت راهیسې د هېواد شاوخوا هر اوږدمهاله واکمن پور او مالي مرستې ترلاسه کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې هندوان او سیکان وايي، حکومت دې یې په قانوني ډول د ودونو ثبتولو ستونزه هواره کړي. د خیبر پښتونخوا حکومت په دې اړه څه وايي؟ ځواب یې په رپورټ کې.
د بلوچستان د ټرانسپورټي چارو وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې په زیارت کې وژل شوي کسان "ترهګر" ول. دی وايي، "اوس به نو چې چېرې هم ترهګر وژل کېږي نو د هغوی لپاره به عدالتي کمېشن جوړېږي؟"
د شمالي وزيرستان دوو اوسېدونکو مشال راډيو ته وويل چې اکثر وژل شوي هغه کسان دي چې د ترهګرۍ پرضد او د امن لپاره یې غږ پورته کړی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي جرګې په ۲۰۲۱ز کال کې یو پرېکړه لیک منظور کړ چې ورسره سم، د جولای ۲۰مه د سپوږمۍ نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه. انسان له لمر او سپوږمۍ سره خورا پخوانۍ رشته لري. انسانان اکثر د څوارلسمې سپوږمۍ ننداره کوي او ښایسته یې بولي. ه. .
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته