په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو څېړنیزې ادارې (پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلېکټ اېنډ سېکوريټي سټډيز) په جولای کې په خپل يو رپورټ کې وويل چې د ۲۰۲۳ز په اولنيو شپږو مياشتو کې په ملک کې په "ترهګرو او ځانمرګو بريدونو کې په مرحله واره توګه اضافه" شوې چې پکې ۲۸۹ کسان وژل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعه کورمه کې د مختلفو قبيلو ترمينځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې د نهه کسانو تر وژل کېدو وروسته، هلته اوس عارضي ډز بندي شوې ده. د بهر مېشتو پاکستانيانو د چارو وفاقي وزیر ساجد حسین توري وویل چې د اوربند د سرغړونکو ضد به اقدام کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري وایي له بهرنۍ تګلارې سره سم یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرې پیل کړې دي.
یوشمېر شنوکي او د چارو پوهان په دفاعي بودیجه کې د اضافې پر وړاندې نیوکې کوي او وايي، حکومت ته په کار ول چې تعلیمي بودیجه یې زیاته کړې وای. خو ځینې نور بیا وايي چې په دفاعي بودیجه کې اضافه د پاکستان مجبوري ده.
په پښتنو سیمو کې په عمومي ډول د یوې کورنۍ یا له خپلوانو کره ودونه عام دي. د خیبر پښتونخوا د یوشمېر سیمو ښځې شکایت کوي چې په خپلوانو کې ودونه ژوند ګرانوي او پر ماشومانو ناسم اثرات لرلای شي. په دې اړه تفصیل د عاصمې ګل په ځانګړې خپرونه کې.
په وروستیو کې له پاکستان تحریک انصافه جلا شویو یوشمېر سیاستوالانو د هغه ګوند د پخواني عمومي سېکرټر جهانګیر خان ترین په مشرۍ په استحکام پاکستان ګوند ورګډ شوي دي. پوښتنه دا ده چې د پاکستان په پارلېماني سیاست کې د استحکام پاکستان ګوند رول څه کېدای شي او څه راتلونکې لرلای شي؟ ځواب یې په دې رپورټ کې.
په کاناډا کې مېشت افغان ليکوال او څېړونکی محمد معصوم هوتک وايي چې د احمد شاه بابا يوه تر ټولو لويه کارنامه ملت جوړونه ده.
علي وایي، هره میاشت له دوو تر څلورو پورې محفلونو ته ځي او د یو پروګرام ۳۰،۰۰۰ روپۍ اخلي. دی د دې ترڅنګ ځینې زده کوونکو ته رباب او د موسیقۍ نورې الې ورزده کوي او له دې لارې هم پیسې ګټي.
ځايي خبریال او شنونکی فضل خالق وايي چې په سیمه کې د امنیت وضع خرابه ده خو د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي معلومات نه ورسره شریکوي. د نوموړي په وینا خلک ریاستي ادارو ته د شک په نظر ګوري او هغوی د خراب امنیت ذمه وار ګڼي.
پاکستان له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. په وروستیو کې په هغه هېواد کې د تېلو نرخ زیات شوی چې ورسره ګراني هم خورا زیاته شوې ده.
په واکمن پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل ګوندونه د تحریک انصاف د ناقانونه ګرځولو غوښتنه کوي. د دفاع وزیر تر څرګندونو وروسته پر ټولنيزو شبکو تود بحث پیل شوی او د پي ډي اېم له پلويانو پرته زیاتره کسان پر تحریک انصاف د بندیز د وړاندیز مخالفت کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته