د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې پاکستان په نړۍ کې د تور ژیړي یا هېپاټایټس سي تر ټولو زیات مریضان لري. هغه سازمان په وروستیو کې د ۲۰۲۴ز کال لپاره په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې ۸۸ لکه وګړي په هېپاټایټس اخته دي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د بلوچستان پر لویو لارو د حادثو پر وخت د خلکو ژغورونکې اداره ۱۱۲۲ وايي، په بلوچستان کې د ناامنیو پرتله په ټرېفیک حادثو کې زیات خلک وژل کېږي.
د ايران له خوا د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو د توغندیو او ډرونونو تر حملو وروسته د تهران او اسراييلو ترمینځ ترېنګلتيا لا زیاته شوې ده. ايران ولې پر اسراييلو مستقیماً حملې کړې او ایا د دې پر پراخه جګړې د اوښتو امکان شته او که څنګه؟ مشال راډیو دا پوښتنې د ايرانیو چارو له پوه ډاکټر عیسا ستانکزي
د خیبر پښتونخوا شانګله د طبیعي یا قدرتي ښکلا او زېرمو لپاره نوم لري خو ډېری اوسېدونکي یې د بې وزلۍ له وجې د پاکستان په لیرې پرتو سیمو کې د سکرو په کانونو کې کار ته اړ دي. په دې رپورټ کې د شانګلې د شاه پور کلي دوو اوسېدونکو بلال انګار او فضل رحیم لوهار څرګندونې اورېدای شئ.
په وروستیو کې په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې بریدونه او د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې بیا زیاتې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، ناامنۍ په ذهني او رواني (نفسیاتي) پرېشانیو او خپګان اخته کړي دي. دوی وايي، خلک چې له یو بل سره ناست وي نو زیاتره وخت پر ناامنۍ خبرې او بحث کوي.
د قوالۍ د محفل منتظم ماس خان وصال، چې د طبلې استاد او موسيقار دی، د مارچ پر ۳۱مه يې مشال راډيو ته وويل چې له تېرو شاوخوا درو لسيزو راهيسې دا ذمه واري پوره کوي.
د "هنري ټولنې" په نوم د ناحکومتي سازمان عمومي سېکرټر او سندرغاړي فضل وهاب درد د مارچ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل، غواړي چې ژر د نوي حکومت له چارواکو سره ژر وګوري او د هنرمندانو مهمې ستونزې ورته مخې ته کېږدي.
په خیبر ضلع کې په وروستیو کې د ځمکو پر سر د بېلابېلو سیمو د ولسونو ترمینځ لانجې زیاتې شوې دي. د هغې ضلعې اوسېدونکي وايي د دې لامل د ځمکو د ملکیت رېکارډ نه شتون دی. دوی له حکومته د لانجو د هواري غوښتنه کوي. انتظامي
د سیاسي چارو ډېری پوهان وايي چې د شریف په کابینه کې د هغوی شتون دا جوتوي چې پر حکومت یې د پوځ نفوذ زیات دی. د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او د جمهوري بهیر ملاتړ کوي.
د شمالي وزیرستان پولیسو دعوه کړې ده چې ولس ورسره د هدفي وژنو په پلټنو کې همکاري نه کوي. د سیمې یو پولیس افسر علي خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس د هرې پېښې پلټنې د مدعیانو او عیني شاهدانو د بیانونو او شواهدو پر اساس کوي، خو ولس ورسره پوره مرسته نه کوي. په دې اړتفصیل په رپورټ کې.
پاکستان تحریک انصاف دعوه کړې ده چې د پولېنګ سټېشنونو د ابتدايي نتیجو فارمونه (فارم ۴۵) ښيي چې انتخاباتي کمېشن د امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) په وینا ورسره درغلي کړې ده. انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي او وايي چې انتخابات شفاف او منصفانه ول. تفصیل په دې رپورټ کې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته