په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت په وفاقي بودیجه کې د ولس لپاره رعایتونه اعلان کړي، خو خلک وايي چې ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي. حکومت د بجټ تاوان یا خسارې پوره کولو لپاره نور پور هم اخیستی دی خو ورسره یې د برېښنا، ګیس او پېټرولو بیې د رعایت ختمېدو له وجې لوړې کړې دي.
ملګري ملتونه هر کال د جولای ۱۲مه د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ ورځې په توګه لمانځي چې موخه یې د ماشومانو او نجونو د حقونو په اړه مبارزه او پوهاوی پیدا کول دي. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ز کال کې د یوسفزۍ د زوکړې په مناسبت دا ورځ د هغې په نوم ونوموله. نور په دې رپورټ کې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال او شاعر ګیله من وزیر د جولای پر ۱۲مه په شمالي وزیرستان کې خاورو ته سپارل کېږي. نوموړی د جولای پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته د ټپونو له امله ومړ. په دې رپورټ کې مو د ګیله من وزیر ژوند ته کتنه کړې ده.
په جنوبي افریقا کې یوې ښځې د شاتو (شهد او ګبینی یا ګبین هم بلل کېږي) موچیو ساتلو کاروبار پیل کړی دی. هغه وايي، په دې کې یې ښځې هم له ځان سره شاملې کړې دي چې هغوی هم د ګټې ذریعه ولري. هغه ښځه وايي چې د شاتو موچۍ د چاپېریال او حیاتي نظام لپاره مهمې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ملګرو ملتونو د نفوسو چارو ادارې ویلي دي چې په پاکستان کې د قوانینو پر موجودګۍ سربېره پر جنسیتي بنیاد د تاوتریخوالي او د ښځو د ځورونو پېښې کېږي. هغې ادارې ویلي دي چې دا یوه لویه مسله ده ځکه چې په هغه هېواد کې ۳۲ سلنه ښځې په څه نا څه شکل د تشدد او ځورونو ښکار کېږي. نور په دې رپورټ کې.
د خیبر پښتونخوا د جګړه ځپلو سیمو مشران وايي چې حکومتي او مخالفه ګوندونه دې د "عزم استحکام " عملیاتو پر سر سیاست نه کوي بلکې له هغوی سره دې د ناامنۍ د مسلې تر دایمي هواري پورې ملګرتیا او همکاري وکړي. نور په دې رپورټ کې.
د پانډیانو یا په ځایي اسطلاح لغړیانو اتحادیه وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو له ۱۷ څخه تر ۲۰ زرو یوازې هغه کسان بې روزګاره کړي دي چې په ورځ کې به یې پر پوله په شا سامانونه وړل او راوړل.
په خیبر کې د جون پر ۱۸مه د خبریال خليل جبران اپرېدي په وژنه د هغه شپږ بچي یتیم شوي دي. د هغه یوه لور حوره اپرېدۍ وايي چې هېڅکله یې دا فکر نه وو کړی چې په ژوند کې به یې داسې ورځ راځي. اپرېدۍ وايي چې پلار یې لوی خبریال وو او ورباندې ویاړي. له حورې اپرېدۍ سره بشپړه مرکه واورئ.
د سازمان مشر عرفان حسین بابک د جون پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې په سوات کې د ښځو د وژلو پېښې مخ په زیاتېدو دي. نوموړي وويل چې د روان ۲۰۲۴ز کال د جون تر ۱۰ مې پورې په سوات کې ۲۶ ښځې وژل شوې دي.
د نړۍ د مشهورې ټولنې برتانیا اکسفورډ يونين سوسایټي نوي ټاکل شوي پښتون زده کوونکی اسرار کاکړ وايي چې کله يې هم فکر نه وو کړی چې يوه ورځ به د دې تاریخي ټولنې مشر شي.
د کویلې د کانونو مالکان وايي، اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې ۲۰ لکه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته