۶۲ کلن هنیه د جولای پر ۳۱مه سهار وختي په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. ایران د هغه د وژنې پړه په اسراییلو اچوي خو اسراییلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. د نوموړي د جنازې لمونځ د اګست پر لومړۍ نېټه د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په امامت کې وشو.
د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ز کال له فرورۍ راهېسي پر اېکس، چې پخوا ټويټر نومېده، محدودیتونه لګولي دي. دا له هغې وروسته ده چې د عامو انتخاباتو وروسته په ټولينزو رسنيو په انتخاباتو کې په مبیینه درغليوو او پوځي پالیسيوو نيوکې زیاتې شوې.
د بلوچستان پخوانی اعلاوزیر ډاکتر مالک بلوڅ وايي که بلوڅانو ته د سوله ییز احتجاج حق ورکړل شوای وای نو نه به د ریاست (دولت) نقصان کېده او نه د ولس.
په خیبر کې د بشري حقونو فعالان وايي چې په وروستیو کې له هغې ضلعې څخه په ناقانونه ډول بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو تګ زیات شوی دی. دوی وايي چې اکثر ناراجسټره سفري شرکتونه ځوانان نورو هېوادونو ته لېږدوي چې له وجې یې هغوی بیا په بهرنیو هېوادونو کې پټ اوسېدو ته اړ شي. نور په دې رپورټ کې.
په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ ویاند دعوه وکړه چې ځینې کسان پر ټولنیزو شبکو (وېره) خپروي او ده داسې کسانو ته د (برېښنايي ترهګرۍ یا ډېجېټل ټېررېزم) اصطلاح وکاروله..
د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو چارو وزیر هغه راپورونه ناسم بللي دي چې وايي صوبايي حکومت یوشمېر پوهنتونونه تړي. مینا خان د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د مالي ستونزو یا خرابې کارکردګۍ له وجې د هېڅ پوهنتون تړلو پرېکړه نه ده کړې. نور په رپورټ کې.
د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت تر هغې وروسته د ډېریو ګوندونو او د بشري حقونو سازمانونو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی چې د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر د جولای پر ۱۵مه اعلان وکړ چې پر پاکستان تحریک انصاف بندیز لګوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړي او ولسي شاعر ګیله من وزیر مور ربانه وايي چې پر زوی له بریده ناخبره وه او تر مرګ وروسته یې ولید. وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یو برید کې تر ټپي کېدو څلور ورځې وروسته سا ورکړه.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت په وفاقي بودیجه کې د ولس لپاره رعایتونه اعلان کړي، خو خلک وايي چې ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي. حکومت د بجټ تاوان یا خسارې پوره کولو لپاره نور پور هم اخیستی دی خو ورسره یې د برېښنا، ګیس او پېټرولو بیې د رعایت ختمېدو له وجې لوړې کړې دي.
ملګري ملتونه هر کال د جولای ۱۲مه د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ ورځې په توګه لمانځي چې موخه یې د ماشومانو او نجونو د حقونو په اړه مبارزه او پوهاوی پیدا کول دي. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ز کال کې د یوسفزۍ د زوکړې په مناسبت دا ورځ د هغې په نوم ونوموله. نور په دې رپورټ کې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال او شاعر ګیله من وزیر د جولای پر ۱۲مه په شمالي وزیرستان کې خاورو ته سپارل کېږي. نوموړی د جولای پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته د ټپونو له امله ومړ. په دې رپورټ کې مو د ګیله من وزیر ژوند ته کتنه کړې ده.
په جنوبي افریقا کې یوې ښځې د شاتو (شهد او ګبینی یا ګبین هم بلل کېږي) موچیو ساتلو کاروبار پیل کړی دی. هغه وايي، په دې کې یې ښځې هم له ځان سره شاملې کړې دي چې هغوی هم د ګټې ذریعه ولري. هغه ښځه وايي چې د شاتو موچۍ د چاپېریال او حیاتي نظام لپاره مهمې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته