پامیر ساحل مشال رېډیو د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو به له نورو هېوادونو سره خبرې کوي. پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له مودې راهیسې روان دي او زیاتره دا بریدونه پر شمالي وزیرستان کېږي. د شمالي وزیرستان په اړه ویل کېږي چې دا د حقاني او القاعده اورپکو ډلو پیاوړی مرکز دی.
وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د دې هېواد د قامي اسمبلۍ په غونډه کې ویلي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ترهګرۍ پر ضد جګړه اغېزمنه کوي. نوموړي د خپلې وینا پر مهال دا هم ویلي چې د دې بریدونو په اړه به له نورو هېوادونو سره خبرې کوي.
پاکستان د کشمیر او له هېند او افغانستان سره د ځېنو نورو مسلو په اړه په نړ یوال کچ خپل غږ تر ملګرو ملتونو او تر هر ځایه رسولی دی خو د ځېنو شنونکو په وینا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه د دې هېواد ځېنې مشران د هېواد دننه احتجاج کوي خو د باندې یې، په ډېپلوماټیکي توګه، داسې کومه تګلاره نه ښکاري. د دې وجه څه ده؟ په پاکستان کې د دفاعي او سیاسي چارو کار پوه برېګېډیر سعد وايي د کشمیر او د بې پیلوټه الوتکو مسله یو قسم نه ده،” د کشمیر مسله بله مسله ده،په هغه کې د پاکستان د اوبو ډېره لویه مسله ده ځکه چې سیندونو چې څومره پاکستان ته راځي هغه د هغو سرچینه له کشمیره او هند لوري نه ده.پر ډرون بریدونو باندې چې د افغانستان له لوري یې امریکا کوي پر هغې د پاکستان دریځ ځکه کمزوری دی چې که د خپلواکی او ملي حاکمیت خبره ده نو هغه دا کوم غیر ملکي جنګیالي او نور مزاحمت کار چې دي دا د پولې یوې بلې غاړې ته اوړي نو دا هم د پاکستان د حاکمیت او ازادی مسله ده او پر دې خو امریکا هم خپل نظر لري.٬٬
په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد مظاهرې هم شوې دي او د دې هېواد ځېنې حکومتي مشران هم ورباندې د اندېښنو څرګندونه کوي، د برېګېډیر سعد په خبره په هېواد کې دننه احتجاج کول یواځې د سیاست کول دي،” نو پر دې باندې زموږ د سیاسي ګوندونو هغوی خو ډرون بریدونه د سیاست لپاره استعمالوي،چونکه په پاکستان کې د امریکا ضد تاثرات شدید دي نو هغه که مذهبي دي یا نور ګوندونه دي هغه تش سیاست پرې کوي.٬٬
د پاکستان په لاهور کې د سیاسي او دفاعي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وايي د شمالي وزیرستان زیاتره سیمه د پاکستان تر واک لاندې نه ده. د نوموړي په خبره پاکستان چې په نورو ځایونو کې چې عملیات کړي دي هغه په بشپړ ډول نه دي بریالي شوي،«هرکله چې په داسې سیمه کې برید کې کېږي چې هلته د پاکستان ملاتړي دي یا د پاکستان تر واک لاندې وي، نو بیا پاکستان زیات شور کوي. خو زیاتره بریدونه هغه ځای کېږي چې د پاکستان تر واک لاندې نه دي. د پاکستان پوځ په نورو ځایونو کې هم خپله پښه پخه نه ده ایښې، یانې په نورو اېجنسیو کې هغه عملیات کوي خو بریالی شوی نه دی. نو ځکه د شمالي وزیرستان له ډلو سره اوس کار نه لري، ځکه چې د شمالي وزیرستان ډلې د پاکستان پر ضد په کارروایو کې دومره لېوالتیا نه ښيي. نو په دې ډول پاکستان یوه ترجیحي تګلاره لري. او زما په خیال دې ته به دا نه وایو چې ګني پاکستان د دې ډلو ساتنه کوي، بلکې دا یوه ترجیحي پالیسي ده.»
په ناروې کې د سیاسي او قبایلي چارو کار پوهه فرحت تاج وايي د غربي رسنیو له رپورټونو سره سم، د پاکستان او امریکا یو پټ تړون شوی دی چې ترمخې یې دا صلا راغلې چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونه به په قبایلي سیمو کې روان وي خو پاکستان به په دې غبرګون نه ښيي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې که تړون شوی دی نو بیا د هېواد دننه د دومره احتجاج لامل څه دی؟ فرحت تاج وايي،” داسې ښکاري او اندازه همدا ده چې دوی له ای اېس ای سره د مالوماتو په شریکولو د ډرون بریدونه کوي خو د امریکا هم خپل استخبارات شته ،نو چې کله امریکا د خپلو استخباراتو له لارې یو عمل وکړي نو بیا هغه ترهګر چې له ای اېس ای سره نژدې دي هغوی پکې ووژني نو دا خبره د دوی ترمنځ د اختلاف ټکی دی.٬٬
د فرحت تاج په خبره د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو د احتجاج یا سخت غبرګون په اړه دا ویل چې د پاکستان او القاعده دریځ شاید یو دی، دا به سمه نه وي، ځکه چې د پاکستان اېسټیبلېشمنټ د افغانستان په اړه یوه ځانګړې تلګلاره لري، خو دا ده چې د پاکستان او القاعدې مقصدونه یو بل پیاوړی کوي،” دافغانستان په اړه د پاکستاني اسټبلیشمنټ یوه خپله پالیسي ده چې دا هیواد تر خپل کنټرول لاندې راولي.د دوی اصل مقصد دا دی.القاعده خو یو نړیواله ډله ده او تر ډېره یې لویدیځ خپل هدف وي،او داسې ده چې د پاکستاني اسټبلیشمنټ او القاعدې مقصد یو بل پیاوړی کوي.٬٬
د سیاسي او قبایلي چارو شنونکې فرحت تاج وايي پاکستان داسې خلک ساتلي دي چې په لار یې د افغانستان کنټرول په خپل لاس کې ولري،” تاسو وګوری د ډرون بریدونو خلاف څوک دي،څومره چې دا مذهبي ګوندونه دي یا څوک چې د طالبانو ملاتړي دي،یا هغه څوک چې له القاعدې سره یې فکر یو وي هغوی یې مخالفت کوي نور په فاټا کې یا هغه ځایونو چې دا ترهګر پټ دي هلته خو یې قبایل مخالفت نه کوي،ځکه هغوی خو د دغه ترهګرو په وژنه خلک خفه نه دي هغوی له دغه ترهګرو تنګ دي.د پاکستان پوځ ترې ځان نه خلاسوي.زما خیال دا دی په ډرون بریدونو کې هغه خلک په نښه کېږي چې پاکستان د افغانستان کنټرولو لپاره ساتلي دي او دا بریدونو لګیا دي د پاکستان دغه ستراتیژیکه شتمني ته زیان ورسوي.٬٬
پر ډرون بریدونو د پاکستان تګلاره
د پاکستان پخوانی پوځي او د دفاعي چارو کار پوه برېګېډیر سعد وايي په دودیز یا روایتي جګړه کې خو چې څومره مخالفین وژل کېږي نو دا کامیابي ده خو یواځې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له لارې د ترهګرۍ پر ضد جګړه نشي ګټل کېدای.
په بېلا بېلو رسنیو کې او په دې وروستیو کې د یوه امریکايي خبریال او لیکوال باب ووډورډز په کتاب د اوباما جګړې یا اوباماز وارز کې هم لیکل شوي دي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري امریکایانو ته ویلي چې په قبایلي سیمو کې دې د بېپیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړي او بهرني اورپکي دې ووژني.