د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د ناټو د سرمشریزې ګډون وال
د ناټو د سرمشریزې ګډون وال


د افغانستان په اړه په شلمه او يوويشتمه مئی د امريکا په شکاګو ښار کې په جوړ شوي کانفرنس کې د نړی مشراانو له دې هیواد سره له دوه زره څوارلس کال وروسته هم د مرستو جاري ساتلو ژمنه وکړه.


پاکستان ته هم په داسي حال کې په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه چې د امريکا او افغانستان اړيکي خرابې دي او پاکستان د ناټو د رسد لاري تړلي دي.

په دې سرمشريزه کې د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداری سره د امريکا ولسمشر باراک اوباما او نه هم د نيټو سیکريټری جنرل آندرس فوغ راسموسن يو په يوه ليدني وکړي، نه هم آصف علي زرداري د سرمشريزي په رسمي تصوير کې ځای و موند.

کارپوهان دا د پاکستان ، امريکا او ناټو ترمينځ د اړيکو په خرابوالي کې د شدت راتلو په سترګه ګوري.

د نن د مشال تر رڼا لاندي بحث کې هم دغه اړيکي څيړل شوي او دا هم چې د شکاګو کانفرنس په افغانستان او پاکستان څه اغيز لرلی شي.

د پيښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګي مشر ډاکټر اعجاز خټک، په پيښور کې د دفاعي چارو کارپوه سعد محمد خان او په کابل کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدااغفور ليوال مو ميلمانه دي. عبدالحۍ کاکړ د بحث کوربه دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



د رواني مياشتي په ۲۰مه او ۲۱مه نيټه د امريکا په شکاګو ښار کي د افغانستان په اړه د ناټو سرمشریزه کيدونکی ده چې پکې پاکستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوېده .

دا چي د پاکستان او امريکا تر مينځ اړيکي چی پروسږکال د مومندو قباييلي سيمی د پيښی نه پس خراب شوي دي، په شکاګو سرمشریزه کې د پاکستان له برخې اخیستو وروسته به خپل عادی حالت ته راشی او که نه؟

هم دغه پوښتنی مو د د مشال تر رڼا لاندي بحث کی د سيمه ايزو چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خان، د پاکستان په سینټ کی د بهرنيو چارو د کميتې پخواني چيرمين سليم سیف الله، او په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير رستم شا مومند سره څيړلي دي.

د ننني بحث کوربه مجيد بابر دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG