د مشال تر رڼا لاندې نننۍ خپرونه د یمن حالاتو، په هغه هېواد کې د سعودي عرب په مشرۍ د اېتلاف هوايي بریدونو او په دې ټولې معاملې کې د پاکستان رول ته ځانګړې شوې ده. په خپرونه کې په اسلام اباد کې پخوانی ډېپلوماټ او د سیمه ییزو چارو پوه ایاز وزیر او په کراچۍ کې د نیوزلاین خپرونې خبریال او د سیاسي او امنیتي چارو پوه علي ارقم مېلمانه دي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱۵ اپرېل هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱ اپرېل ۲۰۱۵
د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف پر ۱۴م اګست په اسلام آباد کې د آزادۍ مارچ اعلان کړی دی. د دې سربېره د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري هم په همدغه ورځ د اوسني حکومت په ضد د انقلاب مارچ غږ کړی دی.

دغو دوو لاريونونو په پاکستان کې يو شمېر پوښتنې راولاړي کړي دي چې د مشال تر رڼا لاندې په ژوندي بحث کې مو د پروګرام له ګډونوالو څخه کړي دي.
په دې بحث کې د خېبر پښتونخوا صوبايي وزير او د پاکستان تحريک انصاف مشر غړی شاه فرمان، د وزيراعظم نواز شريف مشاور او د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې مشر غړی انجنيير امير مقام او د سياسي چارو کارپوه اېمل خټک، برخه اخلي.
د پروګرام کوربه احمد شاه اعظمي دی.