په دغو نېږدو ۱۰۰ دوایانو کې زیاتره ژوند بچ کوونکي دوایانې چې لایف سېونګ میډیسنز ورته وایي هم شاملې دي.
نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۴مه مازیګر تر هغې وروسته پر ټوېټر په بیان کې کړې چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار شخصي ټېلېوېژن اې ار وای ته وویل،
ډاکټر سهېل خان وایي دا ۱۷۵ زده کونکي دا وخت په افغان تعلیمي ادارو کې د ۲۲ چوکیو لپاره تللی دي، په دغو ۲۲ کې شپږ د اېم ډي (طب) شپږ د انجينیرنګ، شپږ د فارمېسي او څلور به د ادبیاتو او په ژورنالزم کې د داخلو ټسټونه ورکوي. ډاکټر سهېل خان وایي زیاتره خلک د افغانستان د اېم ډي پروګرام نه خبر دي
د کورونا وایرس په اړه حکومتي ويب سايټ ترمخه د چارشنبې په ورځ ۷۹۹ کورونا وایرس مثبت کېسونه مخې ته راغلي دي.
د اپوزيشن ځېنو غړو او حکومتي چارواکو پاکستانیو رسنيو ته د جي اېچ کیو غونډې حال بيان کړی وو او ويلي یې ول چې په دې کې د ګلګت بلتستان او قامي سلامتيا په اړه خبرې شوې وي.
واکمن تحريک انصاف ګوند وايي، حکومت به پوره هڅه وکړي چې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري مجرمانو لپاره له اسمبلۍ د عبرتناکې سزا يو نوی قانون منظور کړي.
د امریکې د ورلډ فېکټ بوک ترمخه د پاکستان له مسلمانانو ۸۵ فیصده سنيان او ۱۵ فیصده شییعه وګړي دي. پاکستان کې په نويمو کلونو کې شییعه او سني وسله والو ډلو پر يو بل خونړي بریدونه کول.
د طب ماهرین اندېښنې ښيي که حکومت د پاتې ټولګيو ماشومانو ته هم سکولونو ته د تګ اجازه ورکړي نو ښايي په هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر يو وارې بيا سېوا شي.
مهدي حسن وايي، دا لومړۍ ځل دی چې سياسي ګوندونو د لادرکه کسانو ستونزه راپورته کړې ده. هغه هيله وښووله چې دغه ګوندونه به په دې اړه خپلې هلې ځلې تېزې کړي او لږ تر لږه به په خلکو کې د لادرکه کسانو په اړه پوهه خپره کړي.
د سېپټېمبر پر ۲۱مه د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت له مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې دې د ښځو غږ واورېدل شي.
د پاکستان اپوزېشن کوندونو د تحريک انصاف د حکومت پرضد په اسلام اباد کې ګڼ ګوندیزه غونډه کړې ده.
ویب پاڼه زیاتوي چې تر اوسه په پاکستان کې د کورنا وهلیو مجموعي شمېر ۳۰۵،۰۳۱ دی چې تر ۲۹۲،۰۴۴ زیات ورڅخه جوړ شوي هم دي.
نور وښیئ