په داسې حال کې چې په سوریه کې میشتو ارمینیانو هیله کوله چې د ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ له ختمیدو سره به د اقلیتونو ژوند ښه شي خو وروستي تشدد دا عیسوي اقلیت د خپل ژوند په اړه له ویرې او بې باورۍ سره مخامخ کړی دی.
افغان ښځې د طالبانو په زندان کې د قید کیسې کوي
د ۲۰۲۴ م کال په ډېسېمبر کې په شام کې د سوریې یاغیان، چې د امریکا لخوا ترهګره ګرځول شوې ډله هیت تحریر الشام یې رهبري کوله، دمشق ته ننوتل، واک یې واخيست او اسد او د هغه کورنۍ یې مسکو ته په تېښته مجبوره کړه.
افغان ښځينه فعالانو تر دې اقدام وروسته د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې او د ويټني رايټ په نوم يې يوې بهرنۍ اداکارې ته افغانستان ته د سفر اجازه ورکول د هغوی "بنسټیز منافقت" بللی دی.
ټرمپ دا خبره د مارچ پر څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته په وينا کې وکړه او زياته يې کړه چې زېلېنسکي ورته یو لیک استولی، چې پکې د سولې د خبرو اترو لپاره د چمتووالي څرګندونه شوې ده.
د اوکراین د جګړې ختمولو په اړه د بې نتیجې سفارتي هلو ځلو تر یوه اونۍ وروسته د امریکا او نورو لوېديزو هېوادونو تر مینځ اختلافات پراخ شوي دي او په راتلونکي کې د اوکراین لپاره د امریکا د مرستو په اړه نوې پوښتنې راولاړې شوې دي.
واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سفر د فبرورۍ پر ۲۸مه له هغه وروسته نیمګړی پاتې شو چې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره یې په سپینې ماڼۍ کې لفظي شخړه وشوه.
د اوکراين د خارکېف اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر دغه هېواد د روسیې د يرغل د درې کالونو پوره کېدو په موقع يوه دستوره جوړه کړې وه. په دستوره کې هغو پوځيانو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې شوې چې په جګړه کې وژل شوي دي. اسرار عالم مومند د مشال رېډيو د خبر مرکزي څانګې ویډیو پښتو کړې ده.
د مشال راډیو خبریالانو هغه اسناد لیدلي او شننه یې کړې چې پکې د ۱۶۵،۵۸۴ پوځیانو نومونه، رتبې، په روغتون کې د بسترېدو او ورڅخه د فارغېدو نېټې، د درملنې ځای، د ټپونو او د هغوی د خدمت یا کار د ټولیو په اړه معلومات شامل دي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین پراخ یرغل پیل کړ چې درې کاله یې پوره شول. د اوکراین یوشمېر اوسېدونکي وايي د بریا هیلې لري، خو هغه واقعیتونه او وضعیت هم په پام کې نیسي چې په تېرو کلونو کې خورا بدل شوی دی.
خبریال ماریان کوشنېر د یوشمېر ویجاړوونکو جګړو فلمونه جوړ کړي. هغه د خپلو ژورنالېسټیکي انعامونو یا جایزو په اړه نه غږېږي بلکې د دې پر ځای د یو زاړه سړي په اړه خبرې کوي چې ده ورسره د راپور ورکولو پر مهال له سیمې څخه په وتلو کې مرسته کړې وه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته