په کوټه کې د اېف سي ځواک ویاند کرنل عبدالوهاب مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه معلومات راغونډوي.
د بلوچستان حکومت تېره میاشت په نوشکي د نهو مسافرو په ګډون د ۱۱ کسانو تر وژنې وروسته امنیتي پلان ته بیاکتنه وکړه او پر لویو لارو یې د مسافرو خوندیتوب لپاره د ګاډو ډرېورانو ته نوې لارښوونې وکړې.
د کلا سیف الله اوسېدونکي یو کان کیندونکي قایم شیخ د مې پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې ټولې شپې یې په داسې غرنۍ سیمه کې تېرې کړې دي چې پکې انسانان نه تر سترګو کېدل. دی وايي، تښتوونکو ورسره ښه چلند کاوه او هېڅکله یې ورباندې تشدد نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۲مه مه په کوټه کې یو ځايي مجسټریت د محمود خان اڅکزي ناقابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ (اجازتنامه) ورکړ او د هغه د نیولو امر یې وکړ.
په دوکۍ کې د سکرو د کان حکومتي څارونکي محمد صدیق مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل پر ۲۴مه په کان کې د زهرجن ګيس خپرېدو له امله درې کسان وژل شوي چې پکې د افغانستان اوسېدونکي زوی او پلار هم دي.
د اپریل پر ۱۹مه، په ګورنر هاوس کې د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د صوبايي کابینې د ۱۴ غړیو څخه سوګند واخیسته. په کابینه کې یوه میرمنه، ۳ پښتانه او ۱۱ بلوڅ وزیران شامل دي.
صوبايي حکومت د اپرېل پر ۱۴مه رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې د اعلا وزیر سرفراز بګټی په مشرۍ کې د لوړو پوړو ولسي او پوځي چارواکو په دې غونډه کې د نوشکي د پېښې جاج واخیستل شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته