د واشک مرستيال کمېشنر نعيم عمراني مشال رېډيو ته ويلي چې دا پېښه د مې ۲۹مې شهار وختي شوې چې پکې ۲۷ کسان ژوبل شوي هم دي.
د کوټې د پښتو اکاډمۍ مشر سهېل جعفر د مې پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل، د بلوچستان په يوشمېر پښتون مېشته سيمو کې د عامو خلکو لپاره د پښتو ژبې د ليک لوست او ادبياتو د زده کړې لړۍ تراوسه ښه نتيجه ورکړې ده.
د یادې سیمې خلکود مې پر ۲۴مه د ناامنۍ د پېښو پرضد د ضلعې په مرکز او سنځاوۍ تحصیل کې کاربندیز او احتجاج وکړ.
احمد ظاهر، مولا داد سلطان، حضرت علي او حبیب الله په هغو څلورو خبریالانو کې دې چې پرضد يې مقدمې دایرې شوې دي.
ضلعي انتظامیې ویلي چې د خالي پر ورځ د پریس کلب په ګډون په شاوخوا ځینو نورو ودانیو کې د بم اېښودنې اطلاع وه، چې له امله یې بم ناکاره کوونکي ادارې هلته ورغللې او د پریس کلب په ګډون ځینې ځایونه یې د څه وخت لپاره وتړل.
د بلوچستان اعلا وزير میر سرفراز بګټي د مې پر ۱۵مه په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت به د یو یو کرنيز کوهي لپاره کروندګرو ته ۲۰، ۲۰ لکه روپۍ ورکوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته