په پېښور کې د دوشنبې په ورځ د قبايلي سيمو د حیثيت په اړه د جمیعت علما اسلام لخوا يوه دوه ورځنۍ جرګه غوښتل شوې وه چې په کې د قبایلي سیمو د حیثيت په اړه په لارو چارو غور وشو. په ياده جرګې کې له قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي پارليماني غړې او مشران ګډون کوي.
د مشال ريډيو د دې اونۍ د سولې پر لور خپرونه د تشدد په مخنيوي کې د هنر او انځورګرۍ د رول په اړه ده. دا خپرونه درته بشيرګواښ جوړوي او تاسي يې د هرې يکشنبې يا اتوار او هرې دوشنبې يا ګل په ورځو له مشال ريډيو اورئ.
په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وايي، د کورنیو له خوا کله چې د جینۍ عمر ډيریږي، نو د زده کړو د دوام اجازه نه ورکول کیږي، د کورنیو نارینه ښځو ته د نظر او مشورې حق نه ورکوي
تر دې پروګرام لاندې د پاکستان څلورو واړو صوبو د خواريکښو محکمې به د کار په ځایونو کې د ښځو د کار تجربو او د هغې ضروریاتو په اړه معلومات ترلاسه کوي او بیا د دې معلوماتو ریکارډ ساتي.
ملګري ملتونه وايې، په اروپا کې د پناه اخستو لپاره له اسلامي هېوادونو شاوخوا يو لاک يو څلوېښت زره کسان په ناقانونو لاروهنګري ته رسېدلي دي. د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان يو اين ايچ سي آر وايې، له دې پرته هره ورځ دوه زره نور کسان هنګري ته په دوامداره توګه ننوځي. په دغو کې ۳۸۰۰۰ افغانان، ۴۵۰۰۰ شامي وګړي دي او د پاکستانيانو شمير ۱۳۲۰۰ دی چې زياتره د پنجاب صوبې اوسېدونکي دي. يو اوولس کلن افغان ځوان حبيب الله داوخت د هنګري په بوداپشټ ښار کې د اورګاډي په تمځي کې جرمني ته تلو هڅه کوي. له ده سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې ده او په سر کې يې له افغانستان اروپا ته د ده په ناقانونه توګه د راتګ علت پوښتلی دی؟
په جمرود کې ځانمرګي برید د سترګو لېدلې حال د خېبر ايجنسۍ په جمرود کې په يوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او تر پنځوسو زيات ژوبل دي. په جمرود کې د ځایې وسیدونکې د ایمل خان د سترګو لېدلې حال را کوي. د ایمل خان غږ (ږغ) په دې ځای کې اورېدای شئ.
د سريلنکا کرکټ لوبډلې کيپتان کمار سنګا کاره پرون (دوشنبه) د دې هيواد په کولمبو لوبغالي کې خپله وروستۍ لوبه تر سره کړه او د کرکټ له نړۍ يې رخصت واخيست. سنګاکاره چې بېټسمېن او وکټ کيپر و، ۱۵ کاله يې د کرکټ لوبه وکړه.
د سريلنکا کرکټ لوبډلې کيپتان کمار سنګا کاره پرون (دوشنبه) د دې هيواد په کولمبو لوبغالي کې خپله وروستۍ لوبه تر سره کړه او د کرکټ له نړۍ يې رخصت واخيست. سنګاکاره چې بېټسمېن او وکټ کيپر و، ۱۵ کاله يې د کرکټ لوبه وکړه. د سريلنکا کرکټ لوبډلې پرون د هندوستان خلاف ټېسټ لوبه وبايله خو بيا هم د سريلنکا
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاستونه او يو پر بل د تورونه پورې کولو سربېره د دواړو هيوادونو او په ځانګړې توګه د دواړو خواوو پښتانه له یو بل سره د اړیکو ښه کولو، امنیت په ځای کولو، او خپلې ژبې او کلتور ته په وده ورکولو کې څه رول لوبولی شي؟ نن د کرښې په غاړه کې د پاکستان افغانستان ولسي تړون د مشرانو سره پر دغه موضوع بحث لرو کوربه شاهین بونیری دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته