نن هم اختر دی خو هغه دروند غږ، هغه درانه قدمونه او هغه خندنۍ څېره په نظر نه راځي .... الکوزی نشته.... وايي خاورو ته سپارل شوی دی
د مشال راډیو اختر ځانګړو خپرونو په لړۍ کې مو مشاعره هم درته راوړې. په دې مشاعرې کې د وطن درې نومیالي شاعران راسره مېلمانه دي. لومړی مېلمه ممتاز اورکزی دی، دویم، سید شاه سعود او درېیم اجمل اند دی. په مشاعرې کې د دوی له شعرونو سره سره د دوی خبرې هم اورئ.
ستړي مه شئ او اختر مو مبارک شه. د مشال راډیو اختر ځانګړو خپرونو په لړۍ کې مو مشاعره هم درته راوړې. په دې مشاعرې کې د وطن درې نومیالي شاعران راسره مېلمانه دي. لومړی مېلمه ممتاز اورکزی دی، دویم، سید شاه سعود او درېیم اجمل اند دی. په مشاعرې کې د دوی له شعرونو سره سره د دوی خبرې هم اورئ. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل انتظامیې او امنیتي چارواکو په جمرود کې د یوې جرګې پر مهال ولس ته وویل چې په خپلو سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او په دې لړ کې دې له انتظامیې سره مرسته وکړي د مشال تر رڼا لاندې په نننۍ خپرونه کې د دې پوښتنې ځواب مالومولو هڅه کوو چې په ۲۰۱۱ز کال کې د اېف سي ار په قانون کې تر ترمیم وروسته انتظامیه ولې داسې خبرداري ورکوي؟
له ننه به د سيپټېمبر ۲۳مه نېټه هر کال د پښتنو نړیوالې کلتوري ورځې په توګه لمانځل کېږي. د مشال راډيو همکار مجید بابر د پښتنو کلتوري ورځې په مناسبت له اورېدونکو سره خبرې کړې.
د محمد علي په نوم د بشري حقونو نړیواله جایزه ګټونکې د سوات سیمې ۱۳ کلنه حدیقه بشیر وایي دا غواړي په خپله سیمه کې د کم عمرۍ د ودونو خلاف پوهه پیدا کړي
په دې ورستيو کې د پاکستان د مرکزي حکومت يوې ادارې د خيبر پښتونخوا حکومت د کلتوري څانګې په مرسته د صوبې د کالجونو او پوهنتونونو د هغو زده کوونکيو تر مينځ، چې د رباب له غږولو سره علاقه لري، د مقابلو يوه لړۍ پای ته ورسوله.
د خېبر پښتونخوا د ځني پوهنتونونو وایس چانسلران وايي، صوبايي حکومت د دوی په کار کې مداخلت کوي او د دوی مشورو ته غوږ نږدي. له دې سره سم د احتساب د ادارو لخوا د پوهنتونو استادان نیول کېږي او د هغوي د نوم سپکاوي کېږي. د کرښې پر غاړه خبرونه کې پر دې موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې هېڅ کله به چا ته اجازه ورنه کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمال کړي. افغان ولسمشر بېګا د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف سره په ټیلیفوني خبرو کې د بډه بیري پيښه وغندله او یو وار یې بیا پر دې ټینګار وکړ چې کله یې هم د بل کوم هېواد پر ضد د خپلې خاوري استعمالیدو اجازه نده ورکړي او نه به یې ورکړي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د بډه بیري د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوې وو او د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د وزیر اعظم نواز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې په بډه بیره کې د هوايي ځواک پر استوګنځي د تیرې جمعې د ورځې د برید په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د دغې حملې په اړه به شواهد د افغانستان له حکومت سره شریکوي.
د شمالي وزیرستان یوه ځوانه نجلۍ مهک وزیرستانۍ دا مهال په بنو کې د کډوالۍ ژوند تېروي. دا وايي، د دوی مارکېټونه او ښوونځي ول او ډېر ښه ژوند یې تېرېده خو اوس د ژوند له بنیادي اسانتیاو بې برخې دي. له نوموړې سره مرکه د غږ په ځای کې واورئ.
له واشنګټن، لندن، برلېن او فرانسې چې څوک هم راځي هغه اول [د پوځ سر دفتر] جي اېچ کیو ته ځي او بیا وروسته اسلام اباد ته. نو تاسو ته مالومه ده چې [پوځ ته] ټول قوت غربي هېوادونو ورکړی. پوځ له [امریکا او نورو هېوادونو] پیسې اخلي او بیا پر موږ بندیزونه لګوي. بیا له غربه خلک موږ ته وايي، له تاسې سره ډېر
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته