که څه هم په اخترونو کې زياتره خلک خپلو کورونو او پلرنيو ټاټوبو ته ځي تر څو له خپلوانو سره يو ځای په خپله سيمه کې د اختر خوشالۍ ولمانځي خو ګڼ شمېر داسې پښتانه هم شته چې د بېلا بيلو مجبوريو له کبله له خپل هيواد او کوره ليرې په پردي وطن کې اختر تېروي.
که څه هم په اخترونو کې زياتره خلک خپلو کورونو او پلرنيو ټاټوبو ته ځي تر څو له خپلوانو سره يو ځای په خپله سيمه کې د اختر خوشالۍ ولمانځي خو ګڼ شمېر داسې پښتانه هم شته چې د بېلا بيلو مجبوريو له کبله له خپل هيواد او کوره ليرې په پردي وطن کې اختر تېروي. د مشال راډيو په دغه خپرونه کې په بېلا بيلو هيوادونو کې له ميشتو مساپرو پښتنو سره خبرې شوي چې دوی په څه توګه اختر لمانځي. خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدلای شئ
د لوی اختر په مناسبت د مشال راډيو ځانګړو خپرونو کې مو د پښتو مزاحيه اداکار عالمزېب مجاهد مېلمه دی چې د شمشتۍ ترور، مشال بابا، جانان او شهزاده دلسوز په کرادارونو ستاسو پر شونډو مسکا خوروي. د خپرونې کوربه مجيد بابر دی
نن هم اختر دی خو هغه دروند غږ، هغه درانه قدمونه او هغه خندنۍ څېره په نظر نه راځي .... الکوزی نشته.... وايي خاورو ته سپارل شوی دی
د مشال راډیو اختر ځانګړو خپرونو په لړۍ کې مو مشاعره هم درته راوړې. په دې مشاعرې کې د وطن درې نومیالي شاعران راسره مېلمانه دي. لومړی مېلمه ممتاز اورکزی دی، دویم، سید شاه سعود او درېیم اجمل اند دی. په مشاعرې کې د دوی له شعرونو سره سره د دوی خبرې هم اورئ.
ستړي مه شئ او اختر مو مبارک شه. د مشال راډیو اختر ځانګړو خپرونو په لړۍ کې مو مشاعره هم درته راوړې. په دې مشاعرې کې د وطن درې نومیالي شاعران راسره مېلمانه دي. لومړی مېلمه ممتاز اورکزی دی، دویم، سید شاه سعود او درېیم اجمل اند دی. په مشاعرې کې د دوی له شعرونو سره سره د دوی خبرې هم اورئ. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل انتظامیې او امنیتي چارواکو په جمرود کې د یوې جرګې پر مهال ولس ته وویل چې په خپلو سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او په دې لړ کې دې له انتظامیې سره مرسته وکړي د مشال تر رڼا لاندې په نننۍ خپرونه کې د دې پوښتنې ځواب مالومولو هڅه کوو چې په ۲۰۱۱ز کال کې د اېف سي ار په قانون کې تر ترمیم وروسته انتظامیه ولې داسې خبرداري ورکوي؟
له ننه به د سيپټېمبر ۲۳مه نېټه هر کال د پښتنو نړیوالې کلتوري ورځې په توګه لمانځل کېږي. د مشال راډيو همکار مجید بابر د پښتنو کلتوري ورځې په مناسبت له اورېدونکو سره خبرې کړې.
د محمد علي په نوم د بشري حقونو نړیواله جایزه ګټونکې د سوات سیمې ۱۳ کلنه حدیقه بشیر وایي دا غواړي په خپله سیمه کې د کم عمرۍ د ودونو خلاف پوهه پیدا کړي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته