د صحت نړیواله اداره – ډبلیو ایچ او – وايي کورونا وایرس په دې ناروغي د اخته کسانو یا د هغوي د علاج کوونکو له خوا پر کارول شوي سامان له یوه تر دوو شواروزه پاته کېدای شي.
د ۲۰۱۹ کال په وروستيوو کې د چين له اوهان ښاره راپېدا شوي کورونا وایرس، د رويټرز خبري اژانس ترمخه، تر دا مهاله په دنيا کې له يو اعشاريه درې ميليونو څخه زیات خلک وژلي دي. خو اوس د وايرس د کنټرول لپاره په ځينو هېوادونو کې د ویکسينو جوړولو چارې چټکې شوې.
له عمران خان سره په دې سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي، د تجارت او پانګونې په څانګه کې د وزيراعظم سلاکار عبدالرزاق داود او ځېنې نور لوړ پوړي چارواکي ورسره دي.
د افغانستان سوداګرۍ وزارت له خوا مشال راډيو ته د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته له پاکستانه د دوه بيليونو ډالرو مالونه وړل شوي خو تېر کال دا سوداګري له يو بيليون ډالرو هم کمه وه.
وکیله روبینه ناز وايي اوس زموږ د ټولنې بنیادي برخه یعني کور اوس تقسیم شوی، په موجوده وخت کې دا ګرانه شوې چې یو یا دوه کسان دې ګټې او شل تنه دې خوري، اقتصادي مسلې زیاتې شوي دي
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې ډاکټره سمېرا شمس وايي د اکسیټوسین په نوم د هغه ستنې په اړه د پوهاوي هلې ځلې یې پیل کړې دي چې د ماشوم زیږونې پر وخت مېندو ته ورکول کېږي.
د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په دره ادم خيل تحصیل کې زرغون خيل قبيلې پر حکومت غږ کړی چې په سیمه کې دې د کويلې د کانونو او ځمکو د شخړو د حل لپاره جامع کمېټۍ جوړه کړي.
ګلګت بلتستان سيمه په تاريخي ډول د جمو او کشمير نوابي رياست برخه وه.
د پاکستانیو ډاکټرانو ټولنې ویلي حکومت دې د کوویډ-۱۹ مخنیوي پر احتیاطي لارښوونو سختي راولي او په ټولو ځایونو کې دې مول یا ماسک وهل ضروري وګرځوي.
د پيښور او اسلام اباد پشمول د ملک د سیکو (کرنسيو) په مختلفو خلاصو مارکيټونو کې يو ډالر تر يو سل اووه پنځوس روپیو پنځوس پیسو پورې بدلېږي.
په امریکا کې مېشت خبریال او شنونکی جهانګیر خټک وايي، ولسمشر ټرمپ د ځینو ایالتونو نتیجې په عدالت کې چېلېنج کړي. نوموړی وايي، که عدالت خپله پرېکړه واوروله نو نوماندان بیا اړکېږي چې د انتخاباتو پایلې ومني. له نوموړي سره فرخنده اسد مرکه کړې.
د واک په دویمه کلیزه کې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو څه نا څه ۷۰ ښځو او نجونو ګډون وکړ.ثنا اعجاز وایي په کوټه کې په دومره شمېر کې پښتنې راټولول یوه لویه خبره ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته