د شمالي وزيرستان دوو اوسېدونکو مشال راډيو ته وويل چې اکثر وژل شوي هغه کسان دي چې د ترهګرۍ پرضد او د امن لپاره یې غږ پورته کړی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي جرګې په ۲۰۲۱ز کال کې یو پرېکړه لیک منظور کړ چې ورسره سم، د جولای ۲۰مه د سپوږمۍ نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه. انسان له لمر او سپوږمۍ سره خورا پخوانۍ رشته لري. انسانان اکثر د څوارلسمې سپوږمۍ ننداره کوي او ښایسته یې بولي. ه. .
د پاکستان ولسمشر عارف علوي ويلي دي چې د هېواد زیاتېدونکې ابادي باید کنټرول شي. نوموړي د جولای پر ۱۱مه په یوه ویډیويي بیان کې وویل چې د نفوسو زیاتېدل د هېواد د پرمختګ په لاره کې خنډ دروي. د ابادۍ زیاتېدو رفتار کنټرولولو په اړه ځانګړی رپورټ.
په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي او صوبايي ادارو او همداراز، د موسمي چارو ادارې وار له مخه د سختو بارانونو او سېلاوونو وړاندوینه کړې وه.
یو امنيتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنيتي ادارو په تیره یوه اوونۍ کې د وسله پرضد يوشمېر عمليات کړي چې پکې یې د ده په وینا، ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په بیا بیا د وسله والو د ملاتړ تورونه او وايي د ټولو وسله والو ډلو ضد يې بې له توپیره عملیات کړي دي. خو د پوځ پر دعوو سربېره په شمالي وزیرستان کې حملې روانې دي او د ۲۰۲۲ز کال د جون تر ۲۹مې هلته ۲۵ هدفي بریدونه شوي ول چې د زیاترو ذمه واري چا نه ده منلې.
د جون ۲۶مه د نشه يي موادو د کارولو ضد د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې د نشه يي موادو کارول زیات شوي دي چې پر وخت یې د مخنیوي لپاره اقدامات اړین دي. په پاکستان کې روغتیاپالان وايي، په وروستیو کې هلته د مېت اېمفېټامین یا ایس په نوم د نشه يي موادو کارول زیات شوي.
د جون پر ۱۹مه وسله والو د شمالي وزیرستان په میرلي کې د سازمان څلور مخکښ غړي وویشتل. تر اوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
د جون پر ۱۹مه په شمالي وزیرستان کې وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي وویشتل. د سیمې پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې په برید کې ککړ کسان ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. خو دا لومړی ځل نه وو چې د هغه سازمان غړي په نښه شول. . .
په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مشر وايي، په زلزله کې د ولایت ۳۳ کلي "په بشپړ ډول" ړنګ شوي دي. حکمت الله عصمت د جون پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، تر اوسه په هغه ولایت کې ۱،۰۰۰ کسان وژل شوي او ۱،۵۰۰ ژوبل دي. دی وايي، د ژغورنې ډلو خپل کار ته دوام ورکړی او د مرګ ژوبلې زیاتېدو
په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه روانه ده. په ۲۰۲۲ز کال کې د دې رپورټ تر خپرېدو په مجموعي توګه ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په قبایلي سیمو او تر یوه وخته په ملاکنډ ډېوېژن کې پراخ نفوذ لاره، هلته یې وسله وال فعالیتونه کول او ګڼې لویې حملې یې وکړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته