په واکمن پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل ګوندونه د تحریک انصاف د ناقانونه ګرځولو غوښتنه کوي. د دفاع وزیر تر څرګندونو وروسته پر ټولنيزو شبکو تود بحث پیل شوی او د پي ډي اېم له پلويانو پرته زیاتره کسان پر تحریک انصاف د بندیز د وړاندیز مخالفت کوي.
د پېښور په ګډون د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې د زړو کتابونو واړه دوکانونه هم وي او یا هم د سړک پر سر ځینې خلک زاړه کتابونه خرڅوي. داراز، په ځینو ښارونو کې په اوونۍ کې یو ځل د زړو کتابونو بازارونه هم لګېږي چې ډېری خلک ورته د ارزانه کتابونو اخیستو لپاره ورځي.
خبریال او اقتصاد پوه وايي، د نورو هېوادونو پانګونه ځکه ضروري وي چې له بهره سرمایه دار خپل ډالر او نورې بهرنۍ پیسې پاکستان ته انتقالوي چې ورسره اقتصاد ښه کېږي او کاري موقعې زیاتېږي.
د پاکستان یوشمېر رسنیو د نیب چارواکو له خولې ویلي دي چې هغوی د برتانیا د جرمونو له ادارې څخه د ترلاسه شویو "تورو پیسو" په قضیه کې ملک ریاض ته د قانوني تحفظ ورکولو په بدل کې له هغه څخه اربونه روپۍ او سلګونه کناله ځمکه ترلاسه کړه.
د یوشمېر ګوندونو مخکښه مشرانو د مې پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې افغان سفارت هغه ملاقات ته وربللي ول.
د مې تر څلورمې پورې هغې ډلې ته پر منسوب ټوېټر ۱۱ بیانونه خپاره شوي ول، خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغې ډلې د وجود او د ټوېټر پاڼې د کره والي تصدیق نه شي کولای.
په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزيرستان، ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزيرستان او سوات او په خیبر کې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ز کاله یوشمېر ځلې د وسلوالو پرضد عمليات شوي دي. له دې پرته په باجوړ ، مومندو او د خیبر پښتونخوا په نورو يوشمېر سيمو کې هم پوځي عمليات شوي دي.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مې پر ۱۴مه په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره جدول خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر څلورمه د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته د عدلیې او حکومت ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د پیسو د کاروبار یا صرافیو د ټولنې مشر ملک بوستان مشال راډیو ته وویل، د اپرېل پر څلورمه په پاکستان کې په بانکونو کې د یو امریکايي ډالر نرخ څه د پاسه ۲۸۷ او په ازاد بازار کې ۲۹۱ روپیو ته ورسېد.
پاکستان پر داسې مهال په سرمشریزه کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې چې هغه هېواد د اقتصادي او مالي بحران د هواري په موخه د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره خبرو ته دوام ورکړی دی او غواړي چې هغه اداره ورته د پور پروګرام بحال کړي.
د مارچ پر لسمه نېټه په پېښور کې د عبدالطیف اپریدي په یاد کې یوه غونډه وشوه چې پکې سلګونو کسانو ګډون وکړو. په غونډه کې پوهانو د ارواښاد لطیف اپریدي پر ژوند، کار او افکارو رڼا واچوله. نوموړی د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د وکیلانو په دفتر یا بار روم کې په ډزو وژل شوی وو.
د پاکستان حکومت په هېواد کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجیټل سرشمېرنه پیل کړې. خو د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکي په سرشمېرنه کې د ابادۍ د کمېدو په اړه اندېښمن دي. په دې اړه رپورټ واورئ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته