د مې تر څلورمې پورې هغې ډلې ته پر منسوب ټوېټر ۱۱ بیانونه خپاره شوي ول، خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغې ډلې د وجود او د ټوېټر پاڼې د کره والي تصدیق نه شي کولای.
په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزيرستان، ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزيرستان او سوات او په خیبر کې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ز کاله یوشمېر ځلې د وسلوالو پرضد عمليات شوي دي. له دې پرته په باجوړ ، مومندو او د خیبر پښتونخوا په نورو يوشمېر سيمو کې هم پوځي عمليات شوي دي.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مې پر ۱۴مه په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره جدول خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر څلورمه د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته د عدلیې او حکومت ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د پیسو د کاروبار یا صرافیو د ټولنې مشر ملک بوستان مشال راډیو ته وویل، د اپرېل پر څلورمه په پاکستان کې په بانکونو کې د یو امریکايي ډالر نرخ څه د پاسه ۲۸۷ او په ازاد بازار کې ۲۹۱ روپیو ته ورسېد.
پاکستان پر داسې مهال په سرمشریزه کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې چې هغه هېواد د اقتصادي او مالي بحران د هواري په موخه د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره خبرو ته دوام ورکړی دی او غواړي چې هغه اداره ورته د پور پروګرام بحال کړي.
د مارچ پر لسمه نېټه په پېښور کې د عبدالطیف اپریدي په یاد کې یوه غونډه وشوه چې پکې سلګونو کسانو ګډون وکړو. په غونډه کې پوهانو د ارواښاد لطیف اپریدي پر ژوند، کار او افکارو رڼا واچوله. نوموړی د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د وکیلانو په دفتر یا بار روم کې په ډزو وژل شوی وو.
د پاکستان حکومت په هېواد کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجیټل سرشمېرنه پیل کړې. خو د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکي په سرشمېرنه کې د ابادۍ د کمېدو په اړه اندېښمن دي. په دې اړه رپورټ واورئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي رپورټ کې ویلي دي چې وسلواله ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خیبر پښتونخوا کې د "شریعت نفاذ" لپاره هلې ځلې کوي. د پاکستان حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د "ترهګرۍ ریښې ختموي" او وسلوال بیا منظمېدو ته نه پرېږدي.
د بې پولو خبریالانو سازمان ویلي دي چې څنګه چې په اکتوبر کې په پاکستان کې د انتخابات وخت نېږدې کېږي، د پوځ او عدلیې د بدنامۍ پر وړاندې په جنايي قانون کې بدلون جمهوري عمل ته تاوان رسولای شي.
چارواکي د انټرنېټ تړل کېدو له وجې د خلکو مشکلات مني خو وايي، دا کار د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره اړین دی. شنونکي د انټرنېټ بندول د بنيادي بشري حقونو خلاف مل بولي.
د پاکستان وزیراعظم د پوځ او عدلیې د بدنامولو جنايي قانون مسودې ته د بیاکتنې لپاره د وفاقي کابینې په غړو مشتمله کمېټي جوړه کړې ده. د هغه ترمیمي بل په اړه په پاکستان کې وار له مخه بحثونه روان ول او د بشري حقونو فعالانو او ادارو ورباندې نیوکې کولې. پر دې موضوع تفصیل په غږیز رپورټ کې.
د پخواني جنرال پروېز مشرف واکمنۍ یوشمېر لوړې ژورې لرلې او پر مهال یې هغه لومړی په ۲۰۰۶ز کې د بلوچستان د پخواني اعلاوزیر او ګورنر نواب اکبر خان بګټي او تر هغې یو کال وروسته د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د وژنو په مقدمو کې هم ونومول شو، خو هغه دا تورونه رد کړل.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته