د خیبر پښتونخوا د جګړه ځپلو سیمو مشران وايي چې حکومتي او مخالفه ګوندونه دې د "عزم استحکام " عملیاتو پر سر سیاست نه کوي بلکې له هغوی سره دې د ناامنۍ د مسلې تر دایمي هواري پورې ملګرتیا او همکاري وکړي. نور په دې رپورټ کې.
د پانډیانو یا په ځایي اسطلاح لغړیانو اتحادیه وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو له ۱۷ څخه تر ۲۰ زرو یوازې هغه کسان بې روزګاره کړي دي چې په ورځ کې به یې پر پوله په شا سامانونه وړل او راوړل.
په خیبر کې د جون پر ۱۸مه د خبریال خليل جبران اپرېدي په وژنه د هغه شپږ بچي یتیم شوي دي. د هغه یوه لور حوره اپرېدۍ وايي چې هېڅکله یې دا فکر نه وو کړی چې په ژوند کې به یې داسې ورځ راځي. اپرېدۍ وايي چې پلار یې لوی خبریال وو او ورباندې ویاړي. له حورې اپرېدۍ سره بشپړه مرکه واورئ.
د سازمان مشر عرفان حسین بابک د جون پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې په سوات کې د ښځو د وژلو پېښې مخ په زیاتېدو دي. نوموړي وويل چې د روان ۲۰۲۴ز کال د جون تر ۱۰ مې پورې په سوات کې ۲۶ ښځې وژل شوې دي.
د نړۍ د مشهورې ټولنې برتانیا اکسفورډ يونين سوسایټي نوي ټاکل شوي پښتون زده کوونکی اسرار کاکړ وايي چې کله يې هم فکر نه وو کړی چې يوه ورځ به د دې تاریخي ټولنې مشر شي.
د کویلې د کانونو مالکان وايي، اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې ۲۰ لکه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي.
په کوټه او هرنايي کې له ۱۹۶۰ز کاله د کویلې کاروبار لرونکی نواب خان دومړ وايي، له دوی سره بله لاره نشته، یا به دا کاروبار پرېږدي او یا به د بي اېل اې په نامه ډلې ته بته ورکوي.
د عبدالرحمان خان د لومړي تلين لمانځغونډه د “نړيوالې پښتو ټولنې” په نوم يو تنظيم د مې پر ۲۱مه په زېده کې جوړه کړې وه.
په پاکستان کې په وروستيو کې د عدليې او اېسټیبلېشمنټ ترمينځ ناندرۍ زياتې شوې دي. د اسلام اباد های کورټ شپږو ججانو د سپريم کورټ مشر قاضي ته ليک لېږلی وو چې د هغه هېواد استخباراتي ادارې د عدليې په چارو کې لاسوهنه کوي.
د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر او ګورنر ترمینځ ناندرۍ تر هغې وروسته پیل شوې چې څو ورځې مخکې کونډي وویل چې ګنډه پور دې د تحریک انصاف د زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره بې ځایه څرګندونې نه کوي.
د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې موندنې ښيي چې پر امنیتي اندېښنو سربېره په یوشمېر مرکزي او ختیزو اروپايي هېوادونو کې د دوو داسې چینايي شرکتونو د څارګرو کیمرو کارول زیات شوي دي چې له چینايي دولت سره اړیکي لري. داهوا او هېکوېژن د نړۍ پر کچ د څارګرو کیمرو جوړوونکي تر ټولو لوی شرکتونه دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته