د سوات د پخواني والي میا ګل عبدالحق جهانزېب انږور مسرت احمدزېب وايي، په سوات کې چې د وسلوالو اورپکو ډلو لخوا کوم سکولونه،سرکاري ودانۍ او پلونه تباه شوي او بیا ددې وروسته د پاکستاني پوځ له لوري د طالبانو پر وړاندې په عملیاتو کې چې څومره تاوانونه رسېدلي،تباهي رامنځ ته شوې په هغه تناسب د بیا رغونې کارونه د نېشت برابر دي.دا وايي، په سوات کې د بیاودانۍ په اړه خلکو ته دروغ ويل کېږي.
له مشال رېډیو سره په ځانګړې مرکه کې مسرت احمد زېب وويل، په سوات کې له اوږدې تباهي او بربادي وروسته په خلکو کې مجبوري،لاچاري او بې بې بسي خوره ده.
دا وايي په ۱۹۶۹ م میلادي کال د سوات ریاست له پاکستان سره د یوځای کېدو وروسته سیاسي ګډودي رامنځ ته شوه ددې په خبره ، کوم نظام چې والي سوات دې خلکو ته ورکړی وو هغه د پاکستان له آیني ،سیاسي او ټولنیز(سماجي) جوړښت سره سمون نه خوړ ځکه خو سیمه له دغه ډول مشکلاتو سره مخامخ ده.
پاکستاني چارواکي وايي د نورو هیوادونو په ګډون د امريکا د حکومت لخوا یوازې د سکولونود بیا ودانۍ لپاره ۳۶ میلیون ډالر منظور کړي وو،خو په حکومتي نظام کې د پېچدګیو له کبله ددې پيسو له مرکزي حکومت نه صوبې ته د لېږلو بهیر ځنډېدلی دی.
د سوات ریاست د پخواني والي انږور مسرت احمد زېب سره نورې خبریال د مشال مرکه کې واوري چې په اسلام اباد کې د مشال خبریال راهیل خان ورسره کړېده.