د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رېمنډ ډېویس استثنا:حکومتي ځواب پر ۱۴م مارچ


رېمڼد دېویس له ملک څخه د نه وتو لیسټ کې اچول شوی
رېمڼد دېویس له ملک څخه د نه وتو لیسټ کې اچول شوی


د پنجاب د لاهور عدالت د امريکايي وګړي رېمند ډېويس لخوا د دوو پاکستاني کسانو د وژنې په اړه د مقدمې په اورېدنه کې د سفارتي استثنا په لرلو یانه لرلو د بهرنو چارو د وزارت چاراکو ته د مارچ تر ۱۴ مې نېټې وخت ورکړی چې خپل ځواب ووایي.

د اورېدنې پرمهال مشر جج اعجازاحمدچودری د مرکزي حکومت مرستیال څارنوال(ډيپټي اټارني جنرل) ته وويل ،چې د رېمنډ ډېویس نوم دې له ملک څخه د نه وتو په لیسټ (اې سي اېل) کې واچوي.


مشر جج په خپلو څرګندونو کې وويل چې رېمنډ ډېویس تر هغو له ملک نه بهر نشي وتلای چې تر څو یې د مقدمې فیصله نه وي شوې. مرستیال څارنوال(ډيپټي اټارني جنرل) په ځواب کې وويل، چې د ډېويډ رېمنډ نوم د ملک څخه د نه وتو په لیسټ کې اچول شوی دی.

مشر جج اعجازاحمدچودری د مقدمې د اورېدنې پر وخت دا هم وويل ،که ډېويډرېمنډ ته سفارتي استثنا حاصله وي نو بیا عدالتي کاروايي بې مانا ده.


په پاکستان کې ځینې څېړونکې په دې نظر دي چې د امریکايي وګړي مقدمه په عدالت کې روانه ده او پکار ده چې مذهبي او سیاسي ګوندونه له دې کېس څخه سیاسي لوبه جوړه نکړي او عدالت پرېږدي چې د ایین او قانون له مخې پرېکړه وکړي.
XS
SM
MD
LG