د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف له اسامه سره اړیکي لرل .پرویز مشرف


د پاکستان پخوانی صدر پرویز مشرف او ددغه ملک پخوانی وزیراعظم نوازشریف
د پاکستان پخوانی صدر پرویز مشرف او ددغه ملک پخوانی وزیراعظم نوازشریف



دپاکستان پخوانی صدر پرویز مشرف وايي داسامه بن لادن دپاکستان د پخواني وزیر اعظم او د مسلم لیګ نوازګوند د مشر نواز شریف سره تودې اړیکې وې او اسامه به دوی ته پیسې ورکولې.

نوموړي دا څرګندونې د پاکستان یو شخصي ټي وي چینل اې آر وای ته په مرکه کې کړي ، نوموړي داهم ویلي چې دپاکستان هوايي ځواکونه د امریکايي ډرون الوتکو د غورځولو توان لري.

پرویزمشرف ویلي چې هندوستان هغسې حملې په پاکستان نه شي کولی لکه امریکا چې د مئ په دویمه ایبټ اباد کې وکړه او اسامه بن لادن یې ووژلو ، دامریکا حیثیت یو او د هندوستان بل دی.

دیادولو ده چې ځیني رپورټونه وايي پرویز مشرف لس کاله وړاندې د امریکا د پخواني ولس مشر جارج ډبلیو بش سره په پټه دا تړون لاس لیک کړی و چې هغوی کله هم د اسامه څرک ولګولو نو پرضد یې بې له پوښتنې او اجازې برید کولی شي.
XS
SM
MD
LG