د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د سپرلیو پر موټر برید، اووه وژل شوي


پاړا چینار: په کورمه کې د سوني او شیعه فېرقو د مشرانو تر منځ د سولې جرګه. دا انځور د ۲۰۰۸ کال دی.
پاړا چینار: په کورمه کې د سوني او شیعه فېرقو د مشرانو تر منځ د سولې جرګه. دا انځور د ۲۰۰۸ کال دی.
رپورټ: طارق اورکزی، مشال راډیو

پاړا چینار
- په قبایلي سیمې کورمه کې نامالومه کسانو د سپرلیو پر یوه موټر برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، موټر د بشرو سیمې په لور روان وو، چې وسله والو پر برید وکړ.

په دې برید کې د ځايي سرچینو له وینا سره سم، اووه کسان وژل شوي، او درې ژوبل شوي دي. په وژل شویو کې درې ښځې شاملې دي.

ژوبل شوي ټول ماشومان دي.

برید د بره کورمې د پیشو په سیمه کې شوی دی.

د سدې د د روغتون یوه چارواکي ډاکترعمر مشال راډیو ته وویل: (( په دې ساعت باندې [یې] درې ماشومان راوړي دي. یو تقریباُ [د] دوو کالونو دی، بل یې [د] پینځو کالو دی او بل یې داسې د څلورو، پینځو کالو دی.))

ډاکتر عمر زیاتوي د یوه ماشوم حالت د اندېښنې وړ دی.

ویل کېږي د برید ښکار شوي کسان د سوني ډلې پورې اړه لري.

په دې اړه د کورمې د پولیټیکل انتظامیې چارواکو له خبرو کولو ډډه کړې ده.

بل پلو د انجمن حسینیه مشر ملک یوسف حسین د دې پېښې په سختۍ سره غندنه کړې ده.

په کورمه کې له مودې راهیسې د تاو تریخوالي پېښې روانې دي، چې اکثره فېرقه ييزه بڼه لري.

هلته په همدې سیمې کې د پاکستان پوځ د اورپکو پر ضد ځمکني او هوايي پوځي عملیات هم کوي.
XS
SM
MD
LG