کراچۍ - پولیس چارواکي وایي، د جمعې او خالي په منځنۍ شپه د کراچۍ ښار په مومن اباد سېمه کې د عوامي نېشنل ګوند له انتخاباتي دفتر سره نزدې بمي چاودنه شوې چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات ژوبل شوي دي.
سي آی ډي پولیسو ایس پي مظهر مشواڼي مشال راډیو ته ویلي چې له ۱۰ کیلوګرامه څخه زیات بارودي مواد د پېښې په ځای کې په درول شوې رکشه کې ايښودل شوي ول .
د عوامي نیشنل ګوند د مطبوعاتي څانګې مسوول عبدالمالک مشال راډیو ته ویلي چې د حملې هدف انتخاباتي امیداوار بشیرجان وو، خو نوموړی له دغې حملې څخه روغ وتلی دی.
((بشیرجان په مومن اباد قایدعوام کالونۍ کې انتخاباتي غونډې یا کارنر میټنګ ته رسیدو والاو چې دغلته بمي حمله شوې ده.
بشیر جان ته نقصان نه دی رسېدلی خو تر اوسه پورې په دغې حمله کې د ۱۲ کسانو د وژني رپورټه مونږ ته رسیدلي دي))
ډاکټران وایي په ژوبل شویو کسانو کې د ۸ کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
ښاریان وایي چاودنه دومره زوره وره چې اواز یې تقریبا په نیم ښار کې اوریدل شوی دی .
د ځایي رسنیو په وینا په چاودنه کې د مفتي نظام الدین شامزی ورور ډاکتر عزیزالدین شامزی او د هغه ۱۰ کلن لمسی محسن شامزی هم وژل شوي دي .
د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند په کاندیدانو دا دویمه حمله وه .
لمړی حمله د ښار په لانډې ټاون کې د دغه ګوند په انتخاباتي امیدوار عبدالرحمان ترسره شوې وه چې په ترڅ کې یې د هغه موټر ویجاړ شوی خو نوموړی له حملې ژوندی وتلی و.
په عوامي نیشنل ګوند د جمعې په ورځ د ترسره شویو دواړو حملو ذمه واريانې وسله والو طالبانو منلي دي.
د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان تېره شپه ناوخته مشال راډیو ته ویلي چې دوي ځکه پر عوامي نیشنل ګوند ،پيپلزپارټۍ او ایم کیو ایم ډلو بریدونو کوي چې یاد ګوندونه سیکولر دي او د هغه په وینا د کراچۍ او قبایلي خلکو په وژنه کې ککړ دي .
د مومن اباد په سېمه کې د بمي حملې څخه ژوندی وتلې بشیرجان د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې جنرال سیکرټري او دکراچۍ ښار د پښتون ګڼ میشته حلقې پي ایس ۹۳ څخه راتلونکو ټولټاکنو له پاره قوي امیدوار دی .
د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې مشر سنیټر شاهي سید مشال راډیو ته ویلي چې دا ډول حملې د لیبرل او ازاد خیاله ګوندونو له ټاکنو څخه د لیرې والي هڅه ده.
((د دې حملو په ذریعه ترهګر غواړي چې ازاد خیاله قوتونو ته د پارلېمېنټ مخه ونیسي او په دې طریقه خلک پارلیمنټ ته ورسوي.
اوس وخت دی چې اسټبلېشمنټ او ټول سیاسي ګوندونه د ترهګرو دا عملونه وغندي، که نه نو که نن په عوامي نیشنل ګوند حملې کېږي سبا به د ټولو ګوندونو دا حال وي.
له دې سره په دنیا کې دا تاثر به نور هم عام شي چې پاکستان یو دهشګرد ملک دی.))
عوامي نیشنل ګوند د پرونې پېښې په اړه نن یانې د خالي پر ورځ په سېند صوبه کې ویر اعلان کړی دی .
د یاد ګوند له صوبایي سیکرټریټ باچاخان مرکز کراچۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ویر د نمانځنې په ورځ به د سند صوبې تعلیمي ادارې او بازارونه خلاص وي او د دوي په دفترونو کې به د مومن اباد د پېښې قربانیانو لپاره قران خواني کولی شي .
یاده دې وي په تېرو ۴ ورځو کې په کراچۍ ښار کې دا ۳ بمي حمله ده چې د سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو هلو ځلو په ځایونو ترسره کیږي.
له دې مخکې دوه بریدونه د ایم کیو ایم ګوند په دفترونو شوي چې له امله یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د دغو ټولو حملو ذمه واریانې وسله والو طالبانو منلي دي .