د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له ويرې غږ کولی نشم'


اوس دې ولس په دې سوچ وکړي چې اصل ذمه وار څوک دي؟ او د چا پرضد کاروايي پکار ده؟ امنيت ټينګ ساتل د چا ذمه واري ده؟ او سزا چا ته ورکول پکار دي؟

پر باچاخان پوهنتون بريد وشو، ورځ دوه پس د هغې ملزمان هم ونيول شو، بيا يوه کميټۍ جوړه شوه چې پکې د امنيتي ادارو خلک هم شامل ول، هغوس يوه پرېکړه وکړه چې د دې هر څه ذمه وار له ملزمانو سره سره د پوهنتون مشر (وایس چانسلر) ډاکټرفضل رحيم مروت او د امنيت مشر (سيکيورټي انچارج) اشفاق خان دی. بايد دا دواړه له خپلو څوکیو څخه لیرې کړل شي۔ دلته سوال دا راپورته کېږي چې دا پرېکړه او پلټنې چا کړې دي؟ هغه خلکو کړې دی چې د سيمې (د دغه علاقې) د امنيت ذمه وار دي۔

د مردان سیمې پوليس مشر (ډي ای جي مردان) سعيد وزير هم په دغه کمېټۍ کې وو خو له هغههېچا دا پوښتنه ونکړه چې دوی ته د پوهنتون د چارواکو له خوا کومې غوښتنې راغلې وې؟ که راغلې وې نو د دوی له خوا پرې څومره عمل شوی؟ آيا د امنيت ذمه واري (که هغه د تعليمي ادارو ده او که د ولسي ځایونو) هغه د ولس، استاډانو يا د يوې سرکاري ادارې د چارواکو ده او که نه په دغه سيمه کې په سرکاري تنخواه کار کوونکي پوليس سپاهيانو او افسرانو ده؟ دا کمېټۍ چې هر چا جوړه کړې دا يو بېل بحث دی خو دلته زه يو څو داسې خطونه کېښودل غواړم کوم چې په تېره موده کې د مردان پوليسو مشر ته لېږل شوي خو په هغې (داسې ښکاري) چې عمل نه دی شوی۔

دلته به لږ اوس د هغه خطونو ذکر هم وکړو چې د پوليسو مشرانو ته د پوهنتون له خوا لېږل شوي او پکې دا خواست شوی چې د پوهنتون امنيت لپاره دې دوی ته پوليس اهلکار ورکړل شي.په دېرشم دسمبر دوه زره پينځلسم کال د باچاخان پوهنتون د سيکيورټي انجارج اشفاق له خوا د چارسدې د پوليسو مشر ته يو خط لېږلی چې پکې دا منل شوي چې دوي سره تربيه شوي خلک نشته نو پوليس دې د پوهنتون امنیت لپاره دوی ته لږ تر لږهکسان ورکړي۔

دا خط د مردان پوليسو مشر (ډي ای جي) سعيدوزير ته هم لېږل شوی خو په تحقيقاتي کمېټۍ يا د هغې په رپورټ کې د دې خبرې هېڅ ذکر نشته۔

تر دې وړاندې د اکتوبر مياشتې په پينځمه نېټه هم يو خط د سيکيورټي انچارج له خوا د پوهنتون چارواکو(ډائريکټرايډمنسټرېشن) ته لېږل شوی او هم دغه خط ډي ای جي مردان، ډي پي او چارسده، ډي اېس پي چارسده او د سرډېرو د پوليسو مشر (اېس اېچ او) ته استول شوی نو بيا دا پوښتنه څوک کولی شي چې په دې عمل ولې نه دی شوی؟

اوس دې ولس په دې سوچ وکړي چې اصل ذمه وار څوک دي؟ او د چا پرضد کاروايي پکار ده؟ امنيت ټينګ ساتل د چا ذمه واري ده؟ او سزا چا ته ورکول پکار دي؟

يوه خبره دا هم بايد په ډاګه کړل شي چې کله د پېښور په آرمي پبلک سکول بريد وشو او د وژل شوو ګلونو ماشومانو میندو پلرونو دا غوښتنه وکړه چې تحقيقاتي کمېشن دې جوړ کړل شي او ذمه وار دې په ډاګه کړل شي نو هغه ولې ونه شو؟ هلته د امنيت ذمه وار څوک وو، او چا ته سزا ورکړی شوه؟

دلته خو به بس دا ټپه وکړو چې

د ويرې غږ کولی نه شم

د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه

XS
SM
MD
LG