د نهې په ورځ کراچۍ کې د يو شخصي پوهنتون زدۀ کوونکي خپلځان سوځولی او مړ شوی دی. څه موده وړاندې د بلوچستان په پښتني سیمه کلا سېف الله کې هم يوې طالبعلمې ځان په دې وجه وژلی وو چې له امتحانه پاتې کړل شوې وه.
د ځانوژنې سببونه؟
د نفسياتو ماهره شجاعت وايي، د ځانوژلو ترشا يواځې يو عمل نه وي بلکې له ډېره وخته روان ذهني فشار چې یوځای نو اخر یو کس خپلځان مړ کړي.
"دې تن چې ځانوژلی د هغې وجه دا نه وه چې امتحان ته نه وو پرېښودل شوی، دا هلک له ذهني فشار سره مخامخ و او چې یو څوک خپلځان وژني نو دا یې هم یوه وجه وي"
شجاعت زیاتوي چې د ذهني فشار کمولو يا ختمولو لپاره لوی کردار مورپلار لوبولی شي. مور پلار که بې تعليمه وي یا تعليميافته، هغوی په خپل اولاد پوهېږي.
د دې په وینا چې د موبایل او انټرنېټ ناڅاپه راتګ له کبله پوره نسلونه له يو بله جدا شو او ټولنه له ګوښتوب سره مخامخ شوې ده او په دې اړه نه يواځې په تعليمي ادارو بلکې په کورونو کې هم عامه پوهای پکار دی چې داسې موږ يو وارې بيا يو بل ته نزدې شو او له تنهايۍ (ګوښه توب) خپلځانونه وباسو.
د کراچۍ پوهنتون یو پخوانی استاد توصيف احمد وايي چې د طالبعلمانو د ځانوژنې ذمه وار يواځې انتظاميه نه ده ځکه چې استاد په يو ځای کې هم ناوخته راغلي طالبعلم ته د امتحان ورکولو اجازت نه شي ورکولی خو په ټولنه کې د زغم او برداشت ختمېدل د دې یوه لويه وجه ده.
''په دې کې د تعليمي نظام او د کورنيو ذهني پرمختګ نه کېدل دواړه ذمه وار دي. له دې سره سره په ټولنه کې نن سبا د زغم ماده ختمه شوې، هر ځوان په نه خبره جنګ ته تيار وي، نو دا هر څه دي چې پکې نصاب، تعليمي ادارې او په مجموعي توګه چې زموږ د ټولنې کوم حالت دی، که موږه وګورو نو د پاکستان د پخواني آمر ضياالحق له دور راهسې چې د سختدريځۍ کومه ونه دلته وکرل شوه، دا نن چې څه کېږي دا ټول د هغې اثرات دي، نو د دې ذمه واري موږ يواځې په يو امتحان اخیستونکي نه شو اچولی''
د ذکر ده چې د سږني کال فېبرورۍ په مياشت کې د بلوچستان په پښتني سیمه کلا سېف الله ضلعه کې يوې زده کوونکې ثاقیبې په امتحان کې له برخې اخیستو د درولو پرسر ځانوژلی و. د کالج انتظامیې دریځ و چې د هغې تدریسي دوره کې حاضریانې پوره نه وې ځکه یې امتحاني بورډ ته د هغې درخواست نه وو استولی خو کورنۍ یې وايي، چې د کالج انتظامي چارواکو هغه ځکه امتحان ته نه پرېښودله چې هغې په کالج کې د ښځو استادانو ګمارلو لپاره احتجاج کړی و.
هم دا رنګد غاښونو ډاکټرۍ (بي ډي اېس) یو زده کوونکي عبدالباسط په کراچۍ کې ځان ته اور لګولی وو ځکه چې هغه امتحاني هال ته ناوخته راغلی و او استادانو پرچې ته نه و پرېښودی.
د عبدالباسط مور پلار دا تور هم لګوي چې د هغوی زوی ته اور لګول شوی وو خو د پوهنتون چارواکي وايي چې دغه زده کوونکی د انتطامي قانون ترمخه امتحان ته نه شو کېنستلی او په سبق کې هم کمزوری و.
د سيند ګورنر ډاکټر عشرت العباد د دې پېښې پلټنو لپاره يوه کميټي جوړه کړې چې په دوه ورځو کې به د پېښې رپورټ ګورنر ته وړاندې کوي.