د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په دې خپرونه کې مو د صوابۍ له ځوان سندرغاړي راشد خان سره خبرې کړې دي.
نوموړی وايي د پښتو له موسیقۍ سره نوې تجربې کول غواړي او په همدې موخه یې ځېنې سندرې هم جوړې کړې دي.
راشد خان د ښه شعر پر انتخاب ټینګار کوي.
دی وايي، هیله لري چې د پښتو له نومیالۍ سندرغاړې زرڅانګې سره هم یوه سندره ووايي.
له نوموړي سره نورې خبرې او د ده سندرې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.