د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ايران پوځي مشر په خبرو احتجاج کړی


ميجر جنرل حسين باقري
ميجر جنرل حسين باقري

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت پرونۍخبرپاڼه کې ويلي چې د سېشنبې ورځ يې په اسلام اباد کې د ايران سفير ته د ايران ځواکونو مشر په وروستيو خبرو احتجاج کړی دی. په دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ايران پوځ مشر د دوشنبې په ورځ ورکړی بيان له پاکستان سره د ورورولۍ اړيکو د روح خلاف دی.

د ايران سرکاري رسنيو ترمخه، د دې هېواد پوځ مشر مېجرجنرل محمد حسېن باقري ويلي ول، ځواکونه يې په پاکستان کې د هغو وسله والو پټنځايونه په نښه کولی شي چې په ايران کې بريدونه کوي. نوموړي د جيش العدل په نامه وسله واله ډله ياده کړې وه چې تېره مياشت يې په سيستان – بلوچستان کې لس ايراني سرحدي سرتېري وژلي ول.

د امنيتي چارو کارپوه پخوانی بريګېډیيېر سعد محمد خان مشال راډيو ته وويل چې ايران تر افغانستان او پاکستان وروسته دريم ګاونډی دی چې له پاکستانه شکايت کوي. د نوموړي په خبره تر څو چې د ټولو وسله والو ډلو خلاف يو شان مبارزه نه وې شوې، د ګاونډيانو شکايتونه به ليرې نه شي.

ايران کې داسې چارواکي شته چې پاکستان د سعودي عرب لاسپوڅی بولي

هغه وويل: ((دا ډېره د تشويش خبره ده. موږ بايد جهادي کلتور ته د ودې ورکولو تګلاره پرېږدو. دې پاکستان ته هم تاوان رسولی او ګاونډيانو ته هم. که ايران داسې وکړي نو دا به ډېرې خرابې نتيجې ولري.))

پاکستان تل ويلي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ډلو ترمنځ توپير نه کوي. ايران تر دې مخکې له پاکستانه له دې کبله هم ګيله کړې وه چې د پوځ پخواني مشر، ريټايېرډ جنرل راحيل شريف د سعودي عرب په مشرۍ د عرب هېوادونو د ترهګرۍ ضد اتحادي ځواکونو مشري پر غاړه واخېسته.

په لندن کې د بلوچستان مطالعاتو مرکز مشر عبدالستار دوشوکي چې د ايران سيستان - بلوچستان ايالت سره يې تعلق دی، مشال راډيو ته وويل چې د تهران او اسلام اباد خرابې اړيکې له عرب هېوادونو سره د پاکستان دوستۍ له کبله دي.

نوموړی زياتوي: ((که موږ دې هر څه ته د شیيعه او سني يعني ايران او عربانو سيالۍ له نظره وګورو نو په دې سيمه کې د روان بحران پر مهال هېوادونه پر يو بل ډېر کم باور کوي. د ايران او پاکستان اړيکې هم ښې نه دي. په ايران کې داسې چارواکي شته چې هغوی پاکستان د سعودي عرب لاسپوڅی ګڼي.))

يو ايرانی پوڅي په سيستان بلوچستان صوبه کې د څوکۍ پر مهال
يو ايرانی پوڅي په سيستان بلوچستان صوبه کې د څوکۍ پر مهال

د ايران او پاکستان ترمنځ د وروستيو ناندريو لامل، جیش العدل ډله د جندالله ډلې دوام دی. جیش العدل په ۲۰۱۲ کال کې تر هغه دوه کاله وروسته رامنځته شوه چې ايرن د جندالله ډلې مشر عبدالمالک ريګي په ۲۰۱۰ کې تر نيولو ورسته زندۍ (پانسۍ) کړ. دې ډلې په خپل وېب سايټ ليکلي چې په ايران کې د سنيانو لپاره مبارزه کوي.

څېړونکی دوشوکي وايي دا ډله ډېره زوروه نه ده خو په سيمه کې د شیيعه مخالفې ډلې، داعش راڅرګندېدو او فعاليتونو له وجې تهران اندېښنه لري، هسې نه دواړه له يو بل سره په همکارۍ ايران ته ستونزې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG