پاکستاني لوبغاړو کې اوپنرانو ښه بېټنګ کړو او په وړومبي وکټ يې ۷۴ رنزونه جوړ کړل.
په برتانيې سوفيه ګارډن کارډېف کې شوې دې لوبه کې پاکستان ټاس وګټلو او سري لنکا ته يې د بېټنګ بلنه ورکړه.
سري لنکا په ۵۰ اوور کې د ټولو لوبغاړو په تاوان ۲۳۶ رنزونه جوړ کړل او داسې يې پاکستان ته د ګټې لپاره ۲۳۷ رنزونه هدف ورکړو.
د سري لنکا له خوا تر ټولو زيات ډکوېلا ۷۳ او کپتان مېتهيوز ۳۹ رنزونه جوړ کړل.
د پاکستان جنېدخان او حسن علي درې، محمدعامر او فهيم اشرف دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل.
د پاکستان بېټنګ کې د خېبر پښتونخوا له کاټلنګ سيمې سره تعلق لرونکي فخرزمان په ۳۶ بالونو ۵۰ رنزونه جوړ کړل.
پاکستان د سري لنکا د ۲۳۷ رنزونو هدف د اووه لوبغاړو په تاوان په ۴۵م اوور کې پوره کړل.
د پاکستان کپتان سرفراز تر پای ولوبېد او ۶۱ رنزونه يې جوړ کړل او هم په دې هغه د لوبې غوره لوبغاړی وګرځېد.
پاکستان له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې د هند نه ماتې خوړلې وه او سوېلي افريقې ته يې ماتې ورکړې وه.
د پاکستان نه د ماتې خوړلو وروستو سري لنکا د چېمپين ټرافۍ له سياليو بهر شو او پاکستان په دې ګټه په سيمي فاينل کې خپل ځای برابر کړو.
په يادو سياليو کې اته لوبډلې په دوه ګروپونو کې تقسيم کړل شوې چې پکې د وړومبي ګروپ نه انګلېنډ او بنګله دېش له وړاندې سيمي فاينل ته رسېدلي. د پاکستان د ګروپ نه هند او پاکستان سيمي فاينل ته ورسېد.
پاکستان به سيمي فاينل لوبه کې د چارشنبې په ورځ له انګلېنډ سره لوبېږي.
د ذکر ده چې ای سي سي چېمپين ټرافي د نړيوال جام (ورلډکپ) وروسته دوېمه لويه لوبه ګڼل کېږي چې پکې د کرکټ د نړۍ اته غوره لوبډلې برخه اخلي.