د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ یوه کمېټه د کوټې بازيي قام د قبضه شویو ځمکو پلټنه کوي


د کوټې هوايي ډګر
د کوټې هوايي ډګر

د پاکستان سېنېټ د دفاعي چارو کمېټۍ یوه اړونده کمېټه ګمارلې چې د بلوچستان په کوټه سيمه کې د پاکستان هوايي ځواک له لوري د ځايي خلکو د ځمکې قبضه کولو پلټنې وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر سردار اعظم خان موساخېل د نهې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د ځايي خلکو لخوا ورته شکايات رسېدلې وو چې وروسته یې د ګوند دوو نورو سېنېټرانو په ګډه د سېنېټ دفاعي چارو کمېټۍ کې تحريک استحقاق جمع کړ.

د نوموړي وينا وه چې د کمېټۍ مشر مشاهد حسېن سيد د اصل صورتحال معلومولو لپاره د سېنېټر عبدالقيوم په مشرۍ يوه درې کسیزه ذيلي کمېټۍ جوړه کړه او د دفاع وزارت ته يې وويل چې تر هغې دې په دې منصوبه کار ودرول شي چې اړوندې کمېټۍ خپلې پلټنې نه وي بشپړې کړې.

د سېنېټر اعظم خان په وينا چې په کوټه کې قبضه کړل شوې په زرګونه اېکړه ځمکه د کاسي او بازيي قبيلو ملکيت دی.

د کاسي قبيلې يو تن نصيب الله کاسي مشال راډيو ته وويل چې دوی د انګرېزانو له وخت راهسې د دې ځمکو مالکان دي او په ۱۹۳۰ کال یې دا ځمکې انګريزانو ته د کال په درې سوه روپۍ اجاره ورکړې وې او د اسنادو لرلو باوجود حکومت ترې ځمکې قبضه کړې او په بدل کې ورته هېڅ نه ورکوي.

بلخوا د بازيي قبيلې يو تن عبد الودود بازيي مشال راډيو ته وويل چې له دوی سره کره ثبوتونه شته چې دا ځمکې د دوی دي خو په ۲۰۰۴ کال کې د پخواني پوځي امر پروېز مشرف په دور کې هوايي ځواک د دواړو قبيلو تر پنځلس (۱۵) زره ايکړه زياته ځمکه په زوره قبضه کړه او دېوال يې ترې چاپېره کړ.

د نوموړي وينا وه چې درې څلور مياشتې وړاندې هوايي ځواک يو وارې بيا له دغه دېوال سره د نورې ځمکې نیولو کوښښ وکړو خو ځايي کليوال له خپلو کورونو راووتل او هوايي ځواک يې اړ کړ چې کار ودروي.

که څه هم پوځي چارواکیو او له دفاع وزارت سره په دې اړه د کوښښ باوجود خبرې ونه شوې خو د سېنېټر اعظم خان موساخېل په وينا چې د ګل په ورځ د سېنېټ د دفاعي چارو کمېټۍ د دفاع وزارت يو اعلا چارواکی راغوښتی وو او له هغهيې د خلکو د شکاياتو په اړه ځواب وغوښت.

د نوموړي په وينا د دفاع وزارت چارواکي کمېټۍ ته باورورکړ چې په دغه منصوبه کار درول شوی او له ځايي خلکو سره پرې خبرې روانې دي چې يوې نتيجې ته ورسي.

XS
SM
MD
LG