یاده کلا جنوبي قومونو منګلو، ځدراڼو، احمدزیو، سلیمانخېلو، خروټو، ځاځیو، صبریو، تڼیو، ګربزو او نورو لویو او وړو قومونو د حکومتي بیګارونو له لارې په درېیو کلونو کې جوړه کړه.
د غازي ببرک خان لمسی انور ببرکزی مشال راډیو ته وايي، یاده کلا چې اوس ویجاړه ده، حکومت يې ساتنې او رغونې ته هېڅ پاملرنه نده کړې.
نوموړی وايي:
((دا کلا امیر عبدالرحمن خان له واکمنۍ وروسته فوراً شروع شوه، د خوست او د جنوبي قومونو د بیګار په واسطه جوړه شوې ده، منګلو، ځدراڼو، خوستوالو، ځاځیو، خروټو، ټولو پدې کې کار کړی دی، اوس دا کلا یو تاریخي غوندې ارزښت لري، اما تر اوسه د حکومت او نورو ادارو له لوري ورته توجه نده شوې، دوی باید د دې کلا ترمیم او د تاریخ ساتنه کړي وای.))
د غازي ببرک خان ځدراڼ پوځي کلا چې د خټو له پخسو دوه متره پلنه او لس متره دنګه په درې جریبه ځمکه کې اباده شوې، په یو وخت به په کې په نوبت سره د هر قوم درې زره کسان موجود ول، چې هم به يې کلا جوړوله او هم به يې د سرحدي په ساتنه کې برخه اخیسته.
په کلا کې مهمې پوځې اړیتاوې په پام کې نیول شوې وې، سلګونه د څار او ترصد ځایونه يې درلودل، څلور دوه پوړیز له کلا دنګ برجونو يې لرل، چې په هر منزل کې يې سل سپاهیان ځایېدل.
د خپلواکۍ په جګړه کې د افغان جنګیالیو تر ټولو ستر وسلتون همدلته وو او کله چې محمدنادرخان د سلطنت د نیولو لپاره د جنوبي قومونو ملاتړ خپلاوه، د دې کلا په یوه برج کې يې نولس شپې کړې وې.
انورخان ببرکزی د کلا د هغه وخت د ارزښت په تړاو وايي:
((دا کلا يې د دې لپاره جوړه کړه، چې د دې سیمې د امن د ساتنې لپاره نه عسکر وو، نه کوم بل پوځ موجود وو، حتی دا د انګریزانو سرحد ټول خوشي وو، دا سرحدي د غازي ببرک خان تر امر لاندې د قومي اریکیو په واسطه ساتل کېده، پدې کلا کې د حکومت وسله تون هم وو، پدې کې تر ۱۷۰۰ پورې توپک موجود وو.))
د یادې سیمې یو بل تن اوسیدونکی قومي مشر معلم شیرعلي وايي د دوی د مالوماتو له مخې د سرحد د ساتلو او کلا د جوړولو لپاره به په نوبت سره د ټاکلې مودې لپاره قومونو تر درېیو زرو پورې اربکي ورکول.
معلم شیرعلي وویل:
((په دې کلا کې به خواوشا د ټولو قومونو درېیو زرو کسان اربکیتوب کاوه، سرحدی به يې ساته او جوړوله به يې هم، کله چې د جوړولو کار ختم شي، نو بیا به دوی د ټاپوګانو دپاسه ناسته کوله، لدې ځایه به يې څار او ترصد کاوه.))
د افغان هوايي ځوک د جنګي الوتکو یو تن پیلوټ قاضي احمد ببرکزي هم له حکومت او یونسکو غواړي، چې د دې تاریخي کلا بیارغونې او په تاریخي ابداتو کې شاملولو ته يې توجه وکړي.
((زه هم د دې کلا د جوړولو په باره کې د افغان حکومت او د یونسکو د نړیوال سازمان توجه غواړم، ځکه دا یوه تاریخي کلا ده او تاریخ مالوم دی، تر څو زموږ د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا بېرته ورغول شي، بېرته په خپل هغه پخواني شکل باندې جوړه شي.))
مدني فعال سلطان محمود خیرخواه وايي، د یادې کلا د لیدلو لپاره نږدې درې کاله پخوا په خپله د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ اوسنی سرپرست وزیر رسول باوري چې هغه مهال د خوست د شیخ زاید پوهنتون رييس وو ورغلی وو او په تاریخي ابداتو کې يې د دې کلا د شاملولو وړاندیز کړی وو.
بل لوري ته د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې د غازي ببرک خان ځدراڼ د پوځي کلا په ګډون يې د یاد ولایت د نږدې ټولو لرغونو ځایونو د ساتنې او رغونې غوښتنې او په تاریخي ابداتو کې يې د شاملولو وړاندیزونه مرکزي حکومت ته وړاندې کړي دي.