هغه مشاعرو ته چې څه نا څه ډېر کسان وربلل شوي وي، په ډېریو کې يې د موسیقۍ، اور لوبې او اتڼونو برخې هم وي، چې د ګډونوالو لپاره په زړه پورې تمامیږي.
دا ځل د دوشنبې ورځې ناوخته په خوست کې د څړبن ادبي او ټولنیزې ټولنې د لوی اختر په ویاړ د مندوزیو سیمې په حسن زیو کلي کې د بیلابیلو سیمو د شاعرانو، فرهنګیانو او مدني فعالانو په ګډون مشاعره جوړه کړې وه.
د یادې ټولنې غړي ولي مت خان خادم مشال راډیو ته وویل، چې په مشاعره کې د شعرونو له اورولو سربیره یو شمېر ویناوالو ځوانانو ته د ملي، مذهبي او دودیزو ورځو د لمانځنو په باب ګټورې خبرې وکړې.
ښاغلي خادم زیاته کړه:
((څړبن ادبي ټولنې اختریزه مشاعره درلوده، چې پدې مشاعره کې د خوست د بیلابیلو سیمو تکړه تکړه شاعران راغونډ شوي ول، د نظر خاوندانو، د فکر خاوندانو او مدني فعالو په کې برخه اخیستې وه، هغوی د اختر او د هغې د ارزښت په باب بیلابیلې ویناوې واورولې، شعرونه يې ولوستل، دا ډېره ګټوره مشاعره وه.))
په مشاعره کې لیکوال او فولکور پوه الحاج عبدالکریم پتنګ د دستورې ګډونوالو ته وویل، چې شاعران باید په خپلو کلامونو کې د ټولنې د واقعیتونو ترجماني وکړي، ناخوالې او دردودنه يې منعکس کړي او هغه ناویلي حقیقتونه چې په ښکاره ویل يې فزیکي ټکرونه رامنځته کوي، د شعر په انداز يې ټولنې ته وړاندې کړي، تر څو د ټولنې د سمون سبب وګرځي.
ښاغلي پتنګ د نورو په چارو کې بې ځایه مداخله، کینه، بغض، خودخواهي او ځان ښودنه هم په ټولنه کې د شته ستونزو د لاملونو په توګه یاد کړل او له ځوانانو يې وغوښتل چې ځانونه ترې لیرې وساتي.
وروسته مشاعره پیل شوه، چې خواوشا پنځو شاعرانو په کې خپل او ځینو هم د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه او کلامونه واورول.
د اول شعر د اورولو بلنه مشر شاعر الحاج محمدعثمان عثماني ته ورکړل شوه:
تا چې لاسونه نن اوږده کړل، دا د بل ګریوان ته
داسې يې وشمېره چې وادېچول خپل ګریوان ته
تږې ارزو يې درنه تندې ته اوبه غوښتې وې
لپو کې راوړې تا سکروټې د کابل ګریوان ته.
دویم شعر د ځوان شاعر ساده حیدرخېل وو:
تا چې وکتم له دې نه وروسته نه یم
بس له دغې حادثې نه وروسته نه یم
هغه وخت وو، چې مو شپه ټوله رڼا کړه
د رڼا له هغه شپې نه وروسته نه یم
مخامخ چې درته ګورم خلک خاندي
په محفل کې له بوسې نه وروسته نه یم
په دې ځای کې د جامونو نوبت نشته
ساده دلته له دمې نه وروسته نه یم.
ځوان شاعر فریدون ریان هم چې د مشاعرې د ویاندونیی چارې يې سمبالولې په ځای ځای کې خپل او د ځینو شاعرونو انتخابي بیتونه لوستل:
ژونده ستا په کومه لار ګړنګ نشته
چا ویل چې ازغی د ګل تر څنګ نشته
مه ګوره د مینې ساده ګي زما
ستا په اننګو کې کوم یو رنګ نشته
راشه تاب دې غشو دې که زړه غواړي
دلته د ټوپک، دې تورې جنګ نشته
رامې وړه ستا در ته هم خالي جولی
یاره په ملنګ د چا قلنګ نشته.
د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځني خېلو د سیمې اوسیدونکي شاعر کریم مظلوم هم خپل شعر ولوست:
یو څوک ورته ولاړ لاس په سلام وو، لکه زه
یو څوک پاچا د حسن وو، رنګین وو لکه ته
یو څوک ورته ګیلې کوي، ژړیږي لکه زه
یو څوک ورته له ډېرې خندا شين وو لکه ته
یو څوک د بل پنجو کې وو، مظلوم وو لکه زه
یو څوک د نورو زړونو ته شاهین وو لکه ته.
د څړبن ادبي ټولنې لخوا په جوړه شوې مشاعره کې یو شمېر شاعرانو هېواد ته، سولې ته او یووالي ته شعرونه ولوستل.
قدرت الله درمان په خپل شعر کې د جګړو هغه بدې پایلې یادې کړې:
د جنګونو برکت دی ورته ګوره
هدیرو کې ابادي ده ډېره شوې
نو همدغه د حالاتو تقاضا ده
شاعری کې مایوسي ده ډېره شوې
د خوږو یارانو څنګ مې خالي کیږي
د غربت مهرباني ده ډېره شوې
اوس درمان نو تش په نوم باندې درمان یم
اوس مې درد سره یاري ده ډېره شوې.
د مشاعرې په جریان کې د خوست یو بل تن ځوان شاعر کبیر ریحان د پیرمحمد کاروان یو کلام ترنم کړ:
تږي ګلاب راته ویل، نرۍ باران خوږ دی
خو ما دا نه منله ما ویل جانان خوږ دی
نړۍ به هم خوږه وي د تورې ګوړې په شان
لکه انګور د میزان افغانستان خوږ دی
خو ما دا نه مله، ما ویل جانان خوږ دی...