د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه: پر پوله باړ به د ترهګرو مخه ونیسي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وايي، د پاکستان او افغانستان پر پوله د باړ غڅول به د ترهګرو مخه ونیسي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر ISPR له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال باجوه دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ افغان پولې ته څېرمه د بلوچستان صوبې په پنجپايي سیمه کې د افغانستان پر پوله د باړ غځولو کار د کتنې پر مهال کړې.

افغان حکومت پر ډیورنډ کرښه د باړ غځولو مخالف دی او وايي چې دا د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نه، بلکې د کرښې په دواړو غاړو کې پراته پښتانه ولسونه له یوه بله د بېلولو لپاره غځول کېږي

پاکستان او افغانستان شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومیټره اوږده ګډه پوله لري، چې د ډیورنډ کرښې په نامه یادېږي او په دواړو غاړو کې یې پښتانه مېشت دي.

د پاکستان پوځ له پروسږ کال راهیسې پر دغه پوله د باړ غځولو او په ځینو سیمو کې د کندو کېندل پیل کړي او د دې کار دلیل پر پوله د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی یادوي، خو افغان حکومت بیا له دې کار سره مخالفت څرګند کړی او ټینګار کوي، چې پر پوله اغزن تار د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نه، بلکې د کرښې په دواړو غاړو کې پراته پښتانه ولسونه له یوه بله د بېلولو لپاره غځول کېږي.

پوځ تر هغې وروسته پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو پروسه پیل کړه، چې افغان حکومت او امریکا بیا بیا تور ولګاوه، چې ترهګر د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کاروي او له پاکستانه یې وغوښتل، چې پر خپله خاوره دې د افغان طالبانو، په ځانګړې توګه حقاني شبکې د ځپلو لپاره کوټلي اقدامات وکړي.

خو پاکستان بیا د افغان حکومت او امریکا تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې پر خپله خاوره یې د ترهګرو پرضد په پوځي عملیاتو کې ټول ترهګر ځپلي او د هغوی نېټ ورک یې له منځه وړی دی.

XS
SM
MD
LG