د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان او ډېره اسماعيل خان کې ۲ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۲ ژوبل دي


د پاکستان امنيتي ځواکونه د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان امنيتي ځواکونه د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او ډېره اسماعيل خان کې په درو جلا جلا بريدونو کې دوه امنيتي سرتېري او يو ولسي وګړی وژل شوي دي.

په ډېره اسماعيل خان کې د استخباراتي ادارې يوه چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې وسلوالو د جنورۍ پر اتمه مازیګر مهال د کلاچۍ په ګره بختیار سيمه کې پر پوځي ګاډي ډزې وکړې او يو سرتېری يې وواژه او دوه نور يې ژوبل کړل.

د هغه په وينا، ژوبل سرتېري د درملنې لپاره د ډېره اسماعيل روغتون ته لېږدول شوي دي.

بلخوا د شمالي وزیرستان چارواکو او ځايي اوسېدونکو د نومونه نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ويلي دي چې وسلوالو د جنورۍ پر اتمه په میرلي کې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررزېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) غړی شمیم الله وویشت.

د دوی په وینا، په بله پېښه کې وسلوالو د میرلي په ګلشن اډه کې د حېدرخېلو يو اوسېدونکی فرمان الله وژلی دی.

په شمالي وزيرستان او ډېره اسماعيل کې د شويو بريدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د نوي کال په لومړۍ اونۍ کې هم په شمالي وزیرستان کې درې کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي ول. په دې توګه هلته سږ کال تر اوسه پینځه هدفي بریدونه شوي دي.

د هغو بريدونو ذمه واري هم لا چا نه وه منلې خو پولیسو د "نامعلومو" وسلوالو پر ضد مقدمه درج کړې وه.

په ۲۰۲۴ز کال په شمالي وزيرستان کې ټول ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼ شمېر قبایلي مشران، د بشري حقونو فعالان او د سرکاري ادارو غړي پکې وژل شوي ول. د زياترو هدفي بريدونو ذمه واري څوک نه مني.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه د ۲۰۲۳ز کال په پرتله ۷۰ سلنه زیات شوي دي. د رپورټ له مخې، له هغو څخه یې ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

په اسلام اباد کې د سولې مطالعاتو مرکز (پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز یا پي ای پي اېس) د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په هغه هېواد کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

په دې حساب د ۲۰۲۳ز کال په نسبت په ۲۰۲۴ز کال کې ۳۳ فیصده زیات بریدونه او مرګژوبله شوې ده. رپورټ کاږي چې د ۲۰۲۴ز کال په حملو کې ۱،۰۹۲ کسان ژوبل شوي هم ول.

په رپورټ کې راغلي دي چې تېر کال په بریدونو او نښتو کې ۳۵۸ امنیتي سرتېري وژل شوي ول چې پکې ۷۸ د ملېشې او فرنټيير کانسټېبلری، ۱۴۰ پوليس او ۱۳ د لیویز ځواک سرتېري ول. د دې ترڅنګ ۳۵۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۲۱ ټپيان ول.

رپورټ وايي چې تېر کال تر ټولو زیات یعنې ۲۹۵ بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول چې پکې ۵۰۹ کسان وژل شوي او ۵۱۷ زخمیان ول. رپورټ زیاتوي چې بلوچستان دویمه صوبه ده چې پکې زیاتې حملې شوې وې. د رپورټ له مخې، تېر کال په هغه صوبه کې۱۷۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۹ یې بېلابېلو بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو کړې وې.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نورو برخو کې د ناامنۍ پرضد پراخې جرګې، لاریونونه او پرلتونه شوي دي.

خو صوبايي او وفاقي حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.

XS
SM
MD
LG