د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلالۍ اسماعیل په لنډمهالي ضمانت خوشې شوه


د ګلالۍ اسماعیل پلار پوهاند محمد اسماعیل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ګلالۍ په لنډمهالي ضمانت خوشې کړل شوه او سبا په ۱۳اکتوبر به په صوابۍ کې بشپړ ضمانت اخلی.

د نجونو حقونو لپاره مبارزه کوونکې ګلالۍ اسماعیل نن د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان تحقیقاتو وفاقي ادارې – اېف ای اې – چارواکیو ونیوله.

د ګلالۍ اسماعیل د نیولو په غبرګون کې امنېسټي انټرنېشنل هم نن پر پاکستانیو چارواکیو غږ وکړ چې بې له شرطه دې د پښتنو بشري حقونو ژغورونکې، کړي.

د بخښنې نړیوال سامان په خپل بیان کې وړاندې لیکي چې ګلالۍ اسماعیل د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ده چې د عدم-تشدد له لارې د پاکستان په لر او بر کې د پښتنو په زوره ورکولو، له عدالته لیرې وژنو او له هغوی سره د توپیري چلند پرضد مبارزه کوي.

د امنېسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا څېړونکې رابعه محمود د ګلالۍ اسماعیل بې له شرطه سمدستي خوشېکولو غوښتنه کړې. او زیاتوي چې د هغې نیونه او پر هغې سفري بندیزونه هېڅ جواز نه لري. هغه یوازې او یوازې په دې نیول شوې چې د بشري حقونو لپاره سوله ییزې هلې ځلې کوي.

ګلالۍ اسماعیل د سولې تخمونو په نامه د یوې ادارې بنسټښودې ده او د ۲۰۱۷م کال انا پولیکووسکایا جایزه یې هم وړې ده.

د هغې پلار پروفیسر محمد اسماعیل د مشال راډیو خبریال بوریوال کاکړ ته په خبرو کې ویلي دي چې ګلالۍ نن سهار له لندنه و اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پر هوايي ډګر ونیول شوه.

نوموړی زیاتوي، “ ګلالۍ ماته ټلیفون وکړ چې زه پر اسلام اباد هوايي ډګر د اېف ای اې په ولکه کې یم.”

پروفیسر اسماعیل زیاته کړه چې د یادې ادارې چارواکو ګلالۍ اوس په اسلام اباد کې خپل مرکز ته بیولې ده او دوي د نورو مالوماتو په تمه دي.

د ګلالۍ اسماعیل پلار پر هوايي ډګر د خپلې لور ګرفتاري په خپلو سترګو ولیدله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د وفاقي تحقیقاتي ادارې له خوا تر اوسه د ګلالۍ اسماعیل د نیولو په اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

خو د صوابۍ ضلعي پولیسو ویاند لیاقت خان وايي چې د صوابۍ په ګواټي کلي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پهجلسه کې د ریاستي ادارو خلاف د شعارونو په ورکولو د ګلالۍ اسماعیل په ګډون د ځینو کسانو خلاف د دوی یوه پولیس افیسر مقدمه کښلې وه.

بلخوا د صوابۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ نهه غړي نیولي

نن د جمعې ورځ د صوابۍ سېشن عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د نهه تنو غړیو د ضمانت درخواست خارج کړو او پوليسو ياد وګړي له عدالته ګرفتار کړل.

مشال رېډيو د پي ټي ايم له نیولي مشر لياقت يوسفزي سره خبرې کړې دي. په لاندې لینک کې دغه مرکه اورېدلای شئ.

د صوابۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ نهه غړي ګرفتار کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر دولسمه صوابۍ کې جلسه کړې وه او ضلعي انتظاميه بيا د ياد غورځنګ د ځینو مشرانو او کارکونکیو پرضد د غېرقانوني جلسې کولو او د رياست پرضد د شعارونو پورته کولو په تور اېف ای ار درج کړی وو.

XS
SM
MD
LG