په سېشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د خپلو بندي پلویانو د راخوشېکولو، په وزیرستانونو کې د هدفي وژنو روانۍ لړۍ بندولو او په کراچۍ ښار کې په یوه مشکوکه پولیس برید کې د یوه پښتانه ځوان نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار ته د سزا ورکولو لپاره د پاکستان په ګڼو ښارونو په لاریونونو او احتجاجونو راوتلي ول.
په اسماعېل خان ډېره کې تر لاریون وروسته د پي ټي اېم یوه مخکښ مولانا طاهر مسود له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د خپل مشر منظور پښتین په اعلان په احتجاج راوتي ول. دی وايي (دا مو غوښتنه ده چې د غورځنګ غړي حیات پرېغل، سلیم جعفر، مولانا رویدالله او ولایت اپرېدی لاهم بې له څه جرمه بندیان دي، ژر تر ژره دې یې راخوشي کړي) او وایي راو انوار (چې د نقیب مسید په ګډون د ۴۴۰ کسانو په وژنه تورن دی، هغه ته دې سزا ورکړل شي.)
په لاریون کې مله د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علاوالدین له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې کله په پنجاب کې د ټولنیزو رسنیو (سوشل مېډیا) یو فعال ونیول شي نو بې له ځنډه خوشې کړل شي خو پښتانه فعالان دا دی په میاشتو میاشتو بندیوان دي.
مولانا طاهر زیاته کړه چې غورځنګ یې په غونډ پاکستان کې تر هغو د احتجاجونو کولو نیت لري چې ترڅو حیات پرېغل خوشې شوی نه وي او راو انوار ته سزا شوی نه وي.
په لاریون کې مله د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علاوالدین له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې کله په پنجاب کې د ټولنیزو رسنیو (سوشل مېډیا) یو فعال ونیول شي نو بې له ځنډه خوشې کړل شي خو پښتانه فعالان دا دی په میاشتو میاشتو بندیوان دي.
د کوټې د پریس کلب مخې ته د دې تحریک یوه غړي رزاق غورځنګ پخپله وینا کې وویل، په پاکستان کې دې ټول جبري بې درکه خلک عدالتونو ته وړاندې شي، ځکه چې وایي په غیرعدالتي توګه د خلکو وړل قانوني جرم دی:
"بغیر له څه ثبوته چې په غیرعدالتي توګه یو څوک اغوا کېږي، دا یو ډېر غټ جرم دی ځکه چې دلته قانون او جمهوري حقوق موجود دي، موږ به هر وخت د دې په خلاف مزاحمت کوو".
په ډېره اسماعیل خان ښار کې احتجاج کوونکو له حق نواز پارکه تر پانوالا بازار پورې لاریون وکړ. د مولانا طاهر په نوم یوه احتجاج کوونکي وي.او.اې ډیوه ته وویل، د دوی ټول ملګرو هیڅ جرم نه دی کړی او په دې تور نیول شوي چې د خپلو حقونو لپاره یې ږغ پورته کاوه:
"چې تر څو یې حیات پرېغل، سلیم جعفر او مولانا رویدالله را خوشي شوي نه وي، نو پوره پنجاب او اسلام اباد به بندوو او موږ به ډېر زر په اسلام اباد کې د لویې احتجاجي ناستې اعلان کوو".
د نهې- سه شنبې په ماځیګر د پښتون تحفظ موومنټ له خوا په پېښور، بنو، مردان، ډېره اسماعیل خان، کوټه، چمن او لاهور کې یو په بل پسې احتجاجي مظاهرې وشوې چې په هره یوه کې سلګونه خلکو ګډون کړی وو.
احتجاجیانو د ترهګرۍ پرضد شعارونه ورکول او همدارنګه یې په لاسونو کې شعارپاڼې اخیستې وې، چې د دې تحریک د نیول شویو کسانو د خوشي کېدو او راو انوار ته د مرګ سزا او په وزیرستان کې د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنې ورباندې لیکل شوې وې.
په پېښور کې د پښتون تحفظ موومنټ مظاهرې ته د دې تحریک یوه غړي ډاکټر عبدالحي وزیر وویل، حکومت او نورو ریاستي ادارو د دوی پینځه غوښتنې ورسره منلې دي خو عملي کوي یې نه:
"نن هم زموږ ملګري په زندان کې پراته دي، زموږ بې ګناه ملګري یا وژني یا یې وېروي او یا یې قیدوي، موږ له نړیوالې ټولنې خواست کوو چې د پاکستان دغو ظلمونو ته دې پام وکړي."
د پاکستان په سرکاري او غیرسرکاري رسنیو کې د پښتون تحفظ موومنټ د احتجاجي مظاهرو په اړه هیڅ نه راغلي او نه هم چارواکو د دې تحریک د دعوو په ځواب کې څه ویلي دي، چې وایي د دوی ملګري یې بې جرمه نیولي دي.
د پاکستان پوځ او تېر حکومت د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې پر ځای ګڼلې وې او تېر حکومت ورسره د مذاکراتو لپاره یوه جرګه هم جوړه کړې وه، خو خبرو یې کومه نتیجه نه وه ورکړې.
د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم تر عامو انتخاباتو مخکې د دې تحریک غوښتنې آییني او قانوني بللې وې، خو د حکومت تر جوړېدو وروسته یې د هغوی د غوښتنو د حل کولو لپاره کومه نوې تګلاره نه ده اعلان کړې.