د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله ننګيال او ادريس پښتين خوشي شول


پخوانی تصوير: عبدالله ننګيال، منظور پښتين او ادريس پښتين
پخوانی تصوير: عبدالله ننګيال، منظور پښتين او ادريس پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران غړي عبدالله ننګيال او ادريس پښتين په جېل کې د ۱۳ ورځو تېرولو وروسته راخوشي شول. دوی دواړه پوليسو د فرورۍ په پنځمه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې د شپاړسو نورو غړو سره هغه مهال ونيول چې په لورالاي کې د وژل شوي ملګري ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې خلاف يې مظاهره کوله.

ننګيال د فرورۍ په اتلسمه د شپې ناوخته له اډيالې جېل څخه تر خوشي کېدو وروسته، مشال راډيو ته وويل چې پر دوی د امنيتي ادارو خلاف د بيانونو ورکولو او چيغو وهلو تور ولګول شو.

هغه زياته کړه چې د دوی نيول غېرقانوني وو: ((موږ یې په تنګو تنګو کوټو کې ساتلو. په داسې جېل کې يې اچولي وو چې هلته د دهشتګردۍ او وژنو په تور خلک بنديان وو. موږ ته يې وويل چې تاسي پرېږدو خو پښتون ژغورنې غورځنګ پرېږدئ. موږ ورته وويل چې نه غورځنګ پرېږدو او نه احتجاج. موږ ورته وويل چې که تاسي د خلکو د مظاهرو جمهوري حق نه منئ هغه بېله خبره ده خو موږ به هر هغه وخت د احتجاج لپاره راوځو چې ظلم کېږي.))

په جېل کې راته تکليف ډېر وو. خو د وطن او خلکو لپاره به داسې تکليفونه برداشتوو.
ادريس پښتين

په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نيول شوو غړو کې ۱۶ تر دې مخکې راخوشي شوي وو. دوی کې ښځينه فعاله ګلالۍ اسماعيل هم وه. د دوی ټولو د راخوشي کولو او پر حکومت د فشار اچولو لپاره پر ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا کمپاين چليدلی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د دوی دوه مشران غړي عالمزيب مسيد او ولايت خان افريدی لا هم د امنيتي ادارو سره په نامعلوم ځای کې په جېل کې دي. د پاکستان چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي.

تازه راخوشي شوي، ادریس پښتين مشال راډيو ته وويل چې له دوی څخه د تحقیقاتو پر مهال پوښتنې وشوې چې له بهر هېوادونو ورته پېسې راځي خو د هغه په وېنا دا الزام بې بنياده دی او له چارواکو يې وغوښتل چې په دې اړه دې تحقیقات وکړی.

نوموړي زياته کړه: ((موږ ته یې ويل چې تاسي ته د افغانستان او هند جاسوسي ادارې پېسې درکوي. موږ ورته وويل کومې دي؟ تاسي یې ولې تحقیقات نه کوئ او ثبوت ولې نه وړاندې کوئ؟ دا جېلونه به زموږ مبارزه کمزوري نه کړي. زموږ د حق غوښتنې مبارزه به لا قوي کېږي. د مرګ تر ورځې به د پښتنو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ له لارې مبارزه جاري ساتو.))

پښتون ژغورنې غورځنګ د ماورای عدالت قتلونو بندېدل، د غېب کړل شوو کسانو راخوشي کول، له قبايلي سيمو د ماینونو پاکول او خلکو سره پر چيک پوسټونو د پوځ د ښه سلوک غوښتنه کوي. دوی وايي د دې کارونو د ترسره کولو لپاره دې د حقیقت موندنې يو کمېشن جوړ شي.

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت او پوځ دې کار ته غاړه نه ده ايښي خو د پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور په بېلابېلو وختونو کې ويلي چې د غېب کړل شوو کسانو د مسلې د حل لپاره يو حکومتي کمېشن کار کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غوښتنو لپار هم کار روان دی.

XS
SM
MD
LG