د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزيشن: په اتلسم ترميم کې بدلون د ملک په ګټه نه دی


شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونه وايي د تحريک انصاف حکومت به اتلسم آييني ترميم کې بدلون کولو ته پرينږدي.

پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) يو مشر غړي، شاهد خاقان عباسي د اپرېل په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د وزيراعظم عمران خان دا خبره حقیقت نه لري چې وايي د دې ترميم او د اين، ايف، سي ايوارډ په نامه صوبو ته ورکول کېدونکو پېسو له وجې پاکستان د اقتصادي بحران سره مخ دی.

هغه زياته کړه: ((که عمران خان ديواليه شوی وي چې شوی دی، په اخلاقي لحاظ هم او د اقتصادي لحاظه هم نو بيا دې يوه غونډه وکړي. په دريوو صوبو او وفاق کې يې حکومت دی. کولی شي چې اين، ايف، سي، ايوارډ بدل کړي. معيشت د اين، ايف، سي ايوارډ يا اتلسم ترميم له وجې نه دی خراب شوی.))

د پاکستان په قانون کې د اتلسم ترميم سره:
  • د قانون ماتول هېواد سره غداري وبلل شوه.
  • صوبه سرحد ته خېبر پښتونخوا نوم ورکړل شو.
  • د پخواني پوځي آمر پرويز مشرف د وخت ۱۷م ترميم ختم شو.
  • هغه بندېز ليري شو چې د وزيراعظم او وزيراعلی د ټاکنو دوره تر دوه ځلو محدودوي.

د پاکستان په آيين کې اتلسم ترميم د پيپلز ګوند د حکومت پر مهال په ۲۰۱۰ کال کې وشو. دې سره د آيين ماتول د لوړې کچې غداري وبلل شوه او د صوبې یجټ زيات شو چې ورسره دوی کولی شي په ډېر واک سره د تعليم، صحت او نورو کارونو په لړ کې پاليسي جوړه کړي.

وزيراعظم عمران خان د مارچ په دېرشمه د سند په ګوټکي کې يوې جلسې ته وويل چې اتلسم ترميم وفاق په اقتصادي توګه ديواليه کولو سره مخ کړی دی. اپوزېشن ګوندونو دا خبره په دې مانا اخیستې چې تحريک انصاف حکومت دا قانون ختمول غواړي.

د پيپلز ګوند سينيټر سېد غني د اپرېل په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې د اتلسم ترميم ختمول به د صوبو کمزوري کول وي. ((هر سړی، هر ګوند او يا هره اداره چې د اتلسم ترميم خلاف سازش کوي نو هغه د دې ملک د بنيادونو سره ټوکې کوي. دا يو ډېر دروند کار دی. دا بايد ونه کړي. څوک یې چې غواړي هغه سياسي پوهه نه لري. اصلا ورته دا معلومه نه ده چې اتلسم ترميم دی څه شی! بغېر له فکر کولو داسې خبرې کول، د ملک په ګټه نه دي.))

اتلسم ترميم د ولسمشر ډېر واکونه پارليمنټ ته ولېږدول. همداراز د انتخاباتو کمېشن مشر د حکومت او اپوزېشن له خوا په شريکه غوره کېږي.

د سياسي چارو شنونکی افراسياب خټک وايي اتلسم ترميم په پاکستان کې د وفاقي نظام بنياد دی. ((د دې ترميم په کېدو سره سند، بلوچستان او خېبر پښتونخوا هم ځان په پاکستان کې شامل شوی وليد. که دا ترميم ختمېږي نو مانا دا ده چې بيا به وړې صوبې احساس کمترۍ ته ځي او د قومونو ترمنځ به وروري ختمېږي. دا ترميم له دې کبله هم ضروري دی چې تر ډېره حده پورې يې د مارشل لا (پوځي حکومتونو) مخه نيولې ده. نو که دا ترميم ختم شي آمرانه قوتونو ته به يې ډېره ګټه رسېږي. پنجاب ته به يې ډېره فايده وي.))

XS
SM
MD
LG