د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: چاودنې ۴ پوليس وژلي دي


د کوټې چاودنه
د کوټې چاودنه

نن ماښام (د مې ۱۳مه) د بلوچستان په سرښار، کوټه کې په يوه چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي. د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چېمه ايجنسي فرانس پريس ته ويلي چې په دې حمله کې نهه کسان زخميان شوي هم دي.

د هغه په وېنا چاوديدونکي مواد په يو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي وو. ځينو پاکستاني رسنيوو د زخميانو شمېر يوولس ښودلی.

رويټرز خبري اژانس د بلوچستان د کورنيوو چارو صوبايي وزير ضيا الله لانګو له خولې ويلي چې دا بريد پر هغو پوليسو شوی چې د يو جومات مخې ته په پېره ولاړ وو. تحريک طالبان پاکستان د دې حملې زمه واري منلې ده.

دوه ورځې مخکې په ګوادر کې په يو عصري هوټل بلوڅ بیلتون پالو بريد کړی وو. په دې حمله کې يو ساتونکی او درې بريدګر وژل شوي وو. بلوڅ لیبريشن آرمي د دې حملې زمه واري منلې وه.

نن د مې په ديارلسمه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې ځينو سياستوالو د بلوچستان مخ په خرابېدونکي حالت ته د حکومت د پام ورزياتولو غوښتنه وکړه. په دوی کې د بلوچستان نېشنل ګوند اغا حسن بلوڅ وويل چې حکومت دې هلته د امنيت خوندي کولو تر څنګ ترقیاتي کارونه وکړي. د پيپلز ګوند جاويد عباسي بيا په ګوادر کې د شوې حملې په اړه د حکومت پر چوپتيا نيوکې وکړي.

په بلوچستان کې دا مهال د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې ګڼې پروژې روانې دي. نن د حکمران ګوند تحريک انصاف غړي او د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي په پارليمان کې د خبرو پر مهال وويل چې هيڅوک به د دې پروژو ګډولو ته پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG