د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان احتساب ادارې مشر وايي د هېچا په وینا کار نه کوي


پراګ ـ د پاکستان احتساب ادارې (نیب) مشر ويلي چې هېڅ کس يې د بل چا په وينا نه دی نيولی.

جسټس ريټايرډ جاوېد اقبال د مې پر ۱۹مه په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال دا تاثر هم رد کړ چې د پاکستان کاروباريان د احتساب ادارې نېب څخه شکايتونه لري.

نېب له تېر يو کال راهيسې د پاکستان د اپوزيشن ګوندونو، په تېره، بيا د مسلم ليګ نواز او پيپلزپارټۍ له لورې له سختو نيوکو سره مخامخ دی.

دغه ګوندونه تور لګوي چې د احتساب اداره د تحريک انصاف په مشرۍ کې د حکومت په وينا د دوی پرضد د کرپشن مقدمې جوړوي.

نه يوازې سياسي ګوندونه بلکې د مدني ټولنې ځينې فعالان او سياسي شننونکي هم پر نېب ورته تورونه لګوي.

خو دا لومړی ځل دی چې د دې ادارې مشر په خبرې غونډه کې د دې تورونه ځواب ورکړی دی.

نوموړي وويل، دا خبره بلکل غلطه ده چې د احتساب قامي اداره د نورو په اشارو د يو چا خلاف د کرپشن مقدمې جوړوي.

هغه په خبرې غونډه کې د هېڅ کس يا ګوند نوم وانخیست، البته په ځېنو موقعو يې اشاره پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ته وه.

نوازشريف وار له مخه د کرپشن په يوه مقدمه کې په زندان کې دی او د پيپلز پارټۍ د شريک مشر اصف علي زرداري خلاف د بې نومه بانکي حسابونو (اکاونټونو) په نوم مقدمه په عدالت کې روانه ده.

جسټس جاويد اقبال وويل، نه پخوا او نه اينده به د بل چا په لمسون د چا خلاف د کرپشن مقدمه جوړه شي.

هغه زياته کړه: "خدای ګواه دی، په تخنيکي اساس که څوک خلاص شوی وي هغه بله خبره ده خو بغير له څه وجې، يا د بل چا په وينا يا د انتقامي کاروايۍ پر بنياد يا د سياسي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره موږ يو کس د پنځو منټو لپاره هم په حراست کې نه دی ساتلی. نه پخوا داسې شوي دي او نه به اينده کېږي."

جسټس جاويد اقبال وويل، د خبري غونډې هدف يې دا تاثر ختمول دي چې ګواکې د پاکستان کاروباريان د احتساب قامي ادارې څخه شکايت لري.

نوموړي وويل، په وار وار يې له کاروباريانو سره ناستې کړې او هغو ته يې ډاډ ورکړی چې نېب به بغير څه وجې دوی نه تنګوي.

هغه سوداګرو ته خواست وکړ چې وېرېږي دې نه او نه دې هم څه فشار احساسوي.

جسټس جاويد اقبال کاروباريانو ته رسمي اعلان وکړ چې هېڅ يو سوداګر د پوښتنو ګروېژنو لپاره د نېب مرکزي يا نورو سميزو دفترونو ته نه وربلل کېږي.

هغه زياته کړه چې که د يوه کاروباري کس پر ضد څه شکايت وو نو هغه ته به يوه سوالنامه ورلېږل کېږي او د هغه ځواب ته په کتو سره که دوی دې نتيجې ته ورسېدل چې مقدمه جوړېږي نو بيا به هغه دفتر ته وربلل کېږي.

جسټس جاويد اقبال دا تورونه هم رد کړل چې د پاکستان د اوسني معاشي بحران ذمه واري د نېب پر غاړه ده.

نوموړي وويل چې د اقتصادي بحران له نېب سره هېڅ تعلق نشته.

XS
SM
MD
LG