د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا زرګونه لرغوني اثار په نورو صوبو کې پراته دي


د بودا مجسمه
د بودا مجسمه

پراګ ـ د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړی ده چې په نورو صوبو کې پراته د پښتونخوا خواو شا ۳۵۰۰ لرغوني اثار به خپلې صوبې ته بیرته وړي.

چارواکي وايي چې د ګندهارا ارټ دا نمونې د لاهور، کراچۍ، ټیکسلا او اسلام اباد په میوزیمونو کې پرتې دي چې د راوړلو لپاره به يې اړوندو ادارو او حکومتونو سره تماس نیسي.

د خیبر پښتونخوا د لرغونو اثارو د څانګې مشر ډاکټر عبدالصمد وايي چې په نورو صوبو کې پراته د خیبر پښتونخوا د لرغونو تاریخي اثارو او د ګندهارا ارټ د نمونو صوبې ته د وړلو لپاره يې هڅې پیل کړې دي.

د سېپټمبر پر شپږمه له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې تر دې وړاندې يي هم د صوبې د تاریخي اثارو د راوړلو لپاره هڅې کړې وې خو ګټورې نه وې ثابتې شوې. نوموړي زیاته کړه چې د ۱۸م ایني ترمیم نه وروسته اوس صوبه حق لري چې دا اثار ترلاسه کړي.

"د سېپټمبر په څلورمه نېټه د خیبر پښتونخوا د کلتور وزیر په دې اړه یوه غونډه راغوښتې وه، چې د نورو صوبو سره زمونږ کومې معاملې دي چې هوارول غواړي؟ نو په هغې کې یوه دا معامله هم مخې ته راغله چې د نورو صوبو سره زمونږ ۳۱۵۰ لرغوني اثار (توکي) دي چې مونږ ته نه دي راکړل شوي."

د ډاکټر عبدالصمد په وینا، په دې تاریخي اثارو کې ډېر د لاهور، اسلام اباد، کراچۍ او ټیکسلا په میوزیمونو کې پراته دي چې پکې ځیني داسې دي چې په نړۍ کې بل مثال نه لري. نوموړی وايي، حکومت غواړي چې د اثار راوړي او په صوبه کې يې د مذهبي سیلګرۍ د ودې لپاره په کار راولي. دا اثار څومره دي او چرته دي ؟ ډاکټر عبدالصمد یې په ځواب کې وايي:

"۱۱۰۰ لرغوني اثار په کراچۍ کې په نیشنل موزیم کې پراته دي ، ۳۰۰ هم په کراچۍ کې په یو بل ځاي کې دي ، ۱۶۰۰ د ټیکسلا په موزیم کې پراته دي ، دا موزیم په پنجاب کې دی خو دې کې پراته ۵۰ فیصده نه ډېر اثار د خیبر پښتونخوا نه سره تړاو لري. اسلام اباد موزیم کې هم زمونږ د صوبې اثار دي."

بل خوا د ټیکسلا موزیم یو چارواکی ناصر خان وايي چې د دغه موزیم په ګودامونو کې پراته ډېر اثار د خیبر پښتونخوا سره تړاو لري او باید صوبې ته بیرته ورکړل شي. نوموړی وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورسره لا په دې اړه په رسمي توګه تماس نه دی نیولی.

ناصر خان زیاتوي چې د ټیکسلا موزیم ګودامونه د خیبر پښتونخوا څخه د راوتلو لرغوني اثارو نه ډک دي. بله دا چې اوس اوس د ټیکسلا موزیم، اسلام اباد موزیم ته خپل اثار بیرته ورکړي دي نو باید چې خیبر پښتونخوا ته يي هم ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د هند او پاکستان د بیلیدو نه وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې د ګندهارا ارټ ګڼ شمېر نمونې موندل شوی وې چې اوس د هند د کلکتې، چندي ګړ او د بریتانیې په موزیمونو کې خوندي کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG