د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپینوام خلکو د وژنو ضد احتجاجي ناسته ځنډولې ده


په سپینوام کې خلکو د دوو وروڼو وژنې ضد احتجاج وکړ
په سپینوام کې خلکو د دوو وروڼو وژنې ضد احتجاج وکړ

بنو - د شمالي وزیرستان د سپینوام اوسېدونکي وايي، د شنبې (سېپټېمبر ۱۳مې) د شپې د وژنو د پېښې په غبرګون یې احتجاجي ناسته د سېپټېمبر تر ۲۵مې پورې ځنډولې ده او فیصله یې کړې چې تر هغې ورځې پورې به د مړیو فاتحې اخلي او بیا به له حکومته پلټنې او انصاف غواړي.

د سېپټېمبر ۱۳مې شپې مهال د سپینوام په اباخېلو کې خلکو د دوو وروڼو وژنې ضد احتجاجي ناسته پیل کړې وه.

چارواکي او د سیمې اوسېدونکي په سپینوام کې د دوو وروڼو او یوه امنیتي سرتېري د وژنو په اړه متضاد معلومات ورکوي.

د سیمې یوه انتظامي مشر د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پېښې پر شپه امنیتي سرتېري ګشت ته وتلي ول او په پټي کې یې د بخت الله تالاشي اخیسته چې پر دې وخت له کومې خوا ډزې وشوې چې پکې هغه او یو سرتېری ووژل شول.

د ده په خبره، د ولسي وګړي ورور، حسین د ډزو په اورېدو، ټوپک په لاس له کوره ووت چې خپله هم د مرمۍ ښکار شو.

دې چارواکي دا سپینه نه کړه چې ډزې له کومې خوا وشوې او چا وکړې؟

خو د سیمې ځینو اوسېدونکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سرتېرو یو ورور په پټي کې وواژه او بل پسې کور ته ورغلل او هلته یې وواژه.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د سیمې استازی میرکلام وزیر هم پر سرتېرو د دوو وروڼو د وژنې تور پورې کوي.

خلک په ویر ول، غوسه ول خو مشرانو له زغمه کار واخیست.
ملک فریدالله

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر البته د سېپټېمبر پر ۱۴مه په بیان کې ویلي چې "وسله والو د ګزمې پر وخت پر پوځیانو ډزې وکړې چې پکې یو سرتېری اختر حسین ووژل شو."

د پوځ بیان زیاتوي چې د سرتېرو په ډزو کې "دوه وسله وال ووژل شول."

مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې متضادو معلوماتو تصدیق نشي کولای خو د سیمې مشران وايي، له حکومته یې د بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان پخوانی استازی محمد نذیر وايي، دا ډول پېښې نور د زغم وړ نه دي:

"مشرانو [د سېپټېمبر] تر ۲۵مې نېټي پورې وخت ایښی، څه چې وشول [هغه وشول] خو نور دا شان پېښې د زغملو نه دي او مشران به یې د خبرو له لارې حل ګوري. دا خلک ځپل شوي، کورونه یې ړنګ دي، له ذهني پرېشانۍ سره مخامخ دي. حکومت او پوځ دې ورته داسې پالیسي او قانون ورکړي چې د هر وګړي ژوند خوندي شي، ورسره انصاف وشي چې نور لاشونه نه پرېوځي، نور میندې ویرونه ونکړي."

د سیمې یوه مشر ملک فرید الله وايي، که حکومت یې امنیت نشي ساتلای نو د سیمې اوسېدونکي به کډې کولو ته اړ شي: "خلک په ویر ول، غوسه ول خو مشرانو له زغمه کار واخیست."

د ده په خبره، خلک د "انصاف غوښتنه کوي ځکه چې د شپې د کورونو دروازې ټکول کېږي، کاڼي ویشتل کېږي، هدفي وژنې کېږي نو باید یې مخه ونیول شي."

د سیمې اوسېدونکي او چارواکي وايي، د سپینوام د شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې ورڅخه وسلې نه دي پاکې شوې، وسله وال پکې ګرځي او د هدفي وژنو او ناامنیو پېښې هم پکې کېږي.

XS
SM
MD
LG