د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او عمران خان پر کشمير او طالبانو غږيدلي


ولسمشر ټرمپ او وزيراعظم عمران خان
ولسمشر ټرمپ او وزيراعظم عمران خان

د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپد سپتمبر په درويشتمه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان سره په يوې ګډې خبرې غونډه کې وويل چې د کشمير پرمسله د نوي دهلي او اسلام اباد ترمنځ منځګړتوب ته تيار دی.

ټرمپ زياته کړه: ((دا په عمران خان او مودي پورې اړه لري. که يو يې غواړي او بل يې نه غواړي نو نه کېږي. خو زه درته ووايم چې زه منځګړتوب ته تيار يم. دا يوه سخته مسله ده چې له ډېره وخته روانه ده.))

هند د اګست په پنځمه د کشمير ځانګړی حیثیت ختم کړ. د پارليمان د نوي قانون ترمخه کشمير په دوو برخو وويشل شو چې يو لداخ او بل جمو پاتې شو. تر دې پخوا کشمير خپله جنډه درلوده، بجټ يې ټاکه او د هند د نورو برخو خلکو نه شوای کولی چې هلته سرکاري نوکري وکړي، جايداد واخلي او يا هم ټاکنو ته ودرېږي. خو د اګست ترپنځمې وروسته دا هر څه بدل شول.

تر دې وروسته په کشمير کې مظاهرې شوې چې د نورو پراخېدو مخنيوي لپاره يې هند سياسي مشران نظر بند کړي دي. پاکستان پر کشمير د هند سره دعوه لري او له ازادۍ لپاره روانې وسله والې مبارزې ملاتړ کوي. خو هند ويلي چې کشمير یې نه بېلېدونکې برخه ده چې پاکستان ورته د جګړې لپاره ترهګر ورولي. نوی دهلي په کشمير کې د بل چا منځګړتوب نه مني او خپله داخلي مسله يې بولي.

خو د ولسمشر ټرمپ سره د شريکې خبرې غونډې پر مهال عمران خان وويل امريکا کولی شي دا مسله حل کړي. ((زما تمه دا ده چې ولسمشر ټرمپ د نړۍ تر ټولو ډېر قوي هېواد مشري کوي. دا قوي هېواد، امريکا مسوليت لري. ولسمشر ټرمپ مهرباني وکړه او وې ويل چې غواړي منځګړتوب وکړي خو بدبختانه هند زموږ سره خبرې نه کوي.))

تر دې ملاقات يوه ورځ مخکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټيکساس ايالت کې د هند وزيراعظم نريندرا مودي سره هغې غونډې کې وېنا وکړه چې خوا او شا ۵۰ زره هندي امريکايان ورته ورغلي وول. ټرمپ وويل چې د هند سره ژورې او ستراتيژيکې اړيکې لري.

يو بله مسله چې د پاکستاني چارواکو په وېنا پاملرنه ورته پکار ده، د افغان طالبانو سره د امريکا د خبرو بيا پېلول دي. عمران خان په نيويارک کې د خبري غونډې په پېل کې ولسمشر ټرمپ ته وويل چې په افغانستان کې جګړه پوځي حل نه لري. ولسمشر ټرمپ يې په ځواب کې يوازې دومره وويل چې ګورو به.

امريکايي استازو په قطر کې د افغان طالبانو سره د افغانستان په اړه له اتو مياشتې راهيسې خبرې روانې کړې وي او چې کله یې يو جوړجاړي ته د رسېدو خبر ورکړ نو ولسمشر ټرمپ د سپتمبر په ۷مه وويل چې دغې وسله والې ډلې سره ځکه مذاکرات ودروي چې هغوی پر امريکايي ځواکونو حملو ته دوام ورکړی دی.

د عمران خان او ټرمپ تر خبري غونډې لږ مخکې د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي خبريالانو ته په نيويارک کې وويل چې کوښښ کوي طالبان او امريکايان خبرې بيا پېل کړي. پاکستان مني چې پر طالبانو محدود اثر رسوخ لري چې د سولې لپاره يې کارولي شي. خو افغان چارواکي وايي پاکستان دغې وسله والې ډلې ته د پنا ورکولو په ترڅ کې په افغانستان کې ترهګرۍ ته لمن وهي. اسلام اباد دا تور نه مني.

XS
SM
MD
LG