د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان حکومت په سیپېک هم امنیتي ادارې ورګډوي: بزنجو


د سیپېک نقشه
د سیپېک نقشه

اپوزيشن ګوندونو د چین- پاکستان اقتصادي راهدارۍ ادارې په نوم د يوې نوې سرکاري ادارې په جوړولو اندېښنه ښودلې.

یوې پاکستانۍ سرکاري رسنۍ د سېشنبې پر ورځ خبر ورکړ چې ولسمشر عارف علوي د دې ادارې جوړولو قانوني مسوده منظوره کړه.

رسنۍ زياتوي د دې ادارې هدف د چين - پاکستان راهدرۍ په پروژو کار تېزول او د ترقۍ نوي امکانات لټول دي. خو د مسلم ليګ (ن) سېنټر پرويز رشيد د اکتوبر په ۸ مه مشال رېډيو ته وويل چې د دې ادارې هېڅ ضرورت نشته ځکه چې د راهدرۍ ډېرې پروژې د دوی په دور حکومت کې بغېر له دې ادارې ترسره شوي.

نوموړي زیاتوي، د سيپېک غټې پروژې د دوی حکومتي دوره کې مکملی شوي دي، لکه موټروېګانې، برېښناکوټونه (بجلۍ کارخانې) او بندرونه. دا ټول کارونه د منصوبه بندۍ او نورو وزارتو په ګډه د همکارۍ کمېټې تر چتر لاندې کولې.

د ده په خبره د نوې ادارې جوړولو پرځای حکومت ته پکار ده چې په سيپېک منصوبه کې د خپلې برخې رقم ورکړي چې دارنګ کار سرته ورسېږي.

پرويز رشيد وايي د حکومت لخو د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره د پیسو له کمولو سره په دې پروژه کار ورو شوی او عمران خان چې اوس چين ته تللی نو غواړي چينيان د دا قسمه ادارو په جوړولو سره وغولوي.

بلخوا د نیشنل پارټۍ يو مشر او سېڼټر مير حاصل بزنجو وايي د عمران خان په مشرۍ حکومت د چین-پاکستان اقتصادي کاريډور اتهارټي په نوم ادارې جوړولو سره هڅه کوي چې په دې پروژه کې امنيتي ادارې شاملې کړي: ''په ټولو کارونو کې امنيتي ادارو ته رول ورکول کېږي. په سيپېک کې امنيتي ادارې راولي. په کاروباري ټولنه کې هغوی ته رول ورکول کېږي. نو يوازې دا اقتصادي څانګه وه چې ولسي حکومت سره وه نو هغه هم عمران امنيتي ادارو ته ورکوي. نو زما په خيال د عمران خان خپل رول په ورور ورو ختمېږي.''

بلخوا د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد توصيف احمد وايي په چین- پاکستان اقتصادي راهدرۍ د ټولو صوبو خپل خپل اختيار دی نو که د اقتصادي کاريډور اتهارټۍ په نوم وفاقي اداره رامنځته شي نو له دې سره به دغه اختيار ختم شي. د ده په خبره وړې صوبې به کله هم دا اداره و نه مني:

''دا انديښنې درستې دي چې په صوبو کې د راهدرۍ پروژې به د وفاق تر کنټرول لاندې شي او بله داچې په دې اداره کې به پوځي افسران ګمارل کيږي نو د اقتصادي راهدرۍ، کومه ګټه چې وړو صوبو ته رسېدل وو، هغه به ونه رسي. د صوبايي خودمختارۍ کمېدو مسله به هم راپورته کېږي. بله دا چې د بلوچستان ولس له وړاندې اقتصادي راهدري نه مني نو چې اوس يې واک وفاق ته ولاړ شي نو له دې سره به د هغوی محروميانې نورې هم زياتې شي.''

مشال رېډيو هڅه وکړه چې په دې اړه له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړو خو بريالي نشو او ځينو وويل چې د ځينو اندېښنو له وجې دوی د دې ادارې په اړه مالومات اوس نشي په ډاګه کولی. البته په اګست مياشت کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي وو چې د چین-پاکستان اقتصادي راهدرۍ د پروژو پر خپل وخت د مکملولو لپاره د سي پېک اتهارټي په نوم اداره جوړوي. نوموړي دا هم ویلي وو چې له دې ادارې سره به د اړونده ادارو ترمنځ په همکارۍ کې مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG