د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان چینايي شرکت ته تر ۲۳ کلونو مالیه بخښلې


زیدي وايي چینايي کمپني په ګوادر کې کارخانې لګوي
زیدي وايي چینايي کمپني په ګوادر کې کارخانې لګوي

پراګ - د پاکستان حکومت په ګوادر بندر کې د صنعتونو لګولو او کاروبار لپاره یو چینايي شرکت د ۲۳ کلونو لپاره له مالیو ورکولو مستثنا کړی دی.

د پاکستان د بحري چارو وفاقي وزیر علي حیدر زیدي د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په دې اړه یې د چین بندرونو له یوې کمپنۍ سره موافقه لاسلیک کړې ده چې ورسره سم به هغه یوازې په ګوادر کې د خپلو کاروباري فعالیتونو پر وخت ټیکسونه نه ورکوي:

"[چینايي کمپني] به صنعتونه لګوي او سامانونه به درامدوي نو ځکه به د [ګوادر] بندر دننه پر خپله ګټه، د شیانو پر خرڅلاو او پر ګمرک یا کسټم ټیکسونه نه ورکوي. کله چې هغوی سامانونه درامدوي چې په بندر کې ورڅخه شیان جوړ کړي او بیا یې بهر برامد کړي، نو ټیکس به نه ورکوي. خو که د پاکستان په بازارونو کې یې خرڅوي نو بیا به ورباندې ټولې مالیې ورکوي."

له چینايي شرکت سره دا موافقه د چین – پاکستان اقتصادي لار د پروژو برخه ده او پر داسې مهال لاسلیک شوې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د چین په دوه ورځني سفر بیجېنګ ته ورغلی.

له دې اقدام سره سمدستي له ۱۵ څخه تر ۲۰ زره پورې نوکرۍ پیدا کېدای شي.
علي حیدر زیدي

د دې موافقې تر لاسلیک مخکې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اکتوبر پر اوومه د هېواد د ټیکسونو په قوانینو کې د بدلون او د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژو د عملي کولو او څار لپاره د یوې ادارې جوړولو په موخه دوه لنډمهاله قوانین منظور کړل چې ورباندې اپوزیشن انتقاد وکړ.

پاکستان پر داسې وخت چینایۍ کمپنۍ ته د ټیکس نه ورکولو رعایت ورکړی چې هغه هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) یې د پور اخیستو موافقه هم کړې ده.

خو د بحري چارو له وزیر علي حیدر زیدي د حکومتي اقدام دفاع کوي.

له نوموړي مې پوښتنه وکړه چې چینایۍ کمپنیو چې په ګوادر کې پانګونه کړې نو هلته یې زیاتره کارکوونکي له خپل هېواده وروستي نو دا په څه شکل اقتصاد ته ګټه رسوي؟

ده دعوه وکړه چې په ګوادر کې د کارخانو لګولو پر وخت به زرګونه کاري موقعې پیدا شي: "هغوی به [له چینه] یوازې هغه ټېکنالوژیکي مهارت لرونکي کارکوونکي راولي چې دلته [په پاکستان کې] نشته. موږ [چینايي کمپنۍ] ته دا هم ویلي چې د هغوی ټېکنالوژي به هم کاروو. له دې اقدام سره سمدستي له ۱۵ څخه تر ۲۰ زره پورې نوکرۍ پیدا کېدای شي."

زیدي زیاته کړه چې چینايي کمپنۍ ته د ټیکسونو استثنا ورکولو عمل له تېرو اووه کلونو راهیسې ځنډېدلی وو.

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ملتپاله ګوندونه، غورځنګونه او په پاکستان کې د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژو پر څرنګوالي اندېښنې ښيي او وايي، د دې پروژو د عملي کولو مخې ته لوی خڼد د پاکستان اقتصادي مشکلات دي.

XS
SM
MD
LG