د لاسرسي ځای

تازه خبر

بزينجو: د ادريس خټک غېبولو شک مو پر جاسوسي ادارو دی


د نېشنل پارټۍ مشر مير حاصل خان بزينجو
د نېشنل پارټۍ مشر مير حاصل خان بزينجو

د پاکستان د سېنټ غړی او د نېشنل پارټۍ مشر مير حاصل خان بزينجو وايي د دوی د ګوند غړی او بشري حقونو فعال، ادريس خټک د تښتونې شک يې پر امنيتي ادارو دی. نوموړي د نومبر په اتلسمه مشال راډيو ته وويل چې د خټک د موندلو او راخوشي کولو لپاره د نومبر په ۱۹مه عدالت ته ځي.

بزينجو زياته کړه چې ادريس خټک څلور ورځې مخکې له اسلام اباده د پېښور پر لار د مخ پټو وسله والو له خوا وړل شوی.

((موږ ايف آي آر هم کوو او عدالت ته هم ځو. دلته اکثره وخت داسې کېږي چې جاسوسي ادارې خلک ونيسي. موږ ته اوس دا نه معلومېږي چې ادريس خټک داسې څه کړي وو چې داسې دې وتښتول شي. هغه زموږ يو سياسي فعال وو. چارواکي موږ ته هيڅ نه وايي. جاسوسي ادارې ډېر ځلې خلک نیسي. ځيني بېرته پرېږدي او ځيني د ځان سره وساتي. زموږ شک پر همدوی دی.))

تر اوسه پورې حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي. خو د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د نومبر په اتلسمه پر حکومت غږ وکړ چې ادريس خټک دې پېدا او راخوشي کړي. د دې کمېشن مشر، مهدي حسن د نومبر په اتلسمه مشال راډيو ته وويل که پولیس يا پوځ پر چا شک لري، د پټولو پر ځای دې ترې ښکاره پوښتنې وکړي.

هغه زياته کړه: ((قانون عملي کوونکې ادارې حق لري چې يو څوک د شک په بنياد ونیسي خو قانون وايي چې د نيول شوي کس د نيولو وجه او ځای بايد معلوم شي. په يوه هفته کې بايد عدالت ته وړاندې شي. خو زموږ امنيتي ادارې د دې کار د کولو پر ځای ځيني نيول شوي خلک په داسې ځايونو کې ساتي چيرته چې دوی شخصي بندېخانې جوړې کړې دي.))

د مهدي حسن په وېنا د ادريس خټک په شان له زرو ډېر کسان د پاکستاني امنيتي ادارو سره په قېد کې دي چې عدالت ته یې نه وړاندې کوي. د پاکستان پوځ په دې اړه په تېرو وختونو کې ويلي چې په دې اړه يو حکومتي کمېشن کار کوي او د غېب کړل شوو مسله تر ډېره حل شوې ده. خو مهدي حسن وايي چې دې کمېشن يوازې د لادرکه کړل شوو کسانو ليست خپور کړی او د نورو څه اقداماتو کولو ډاډ يې نه دی ورکړی.

مشال راډيو د ادريس خټک د غېبيدو پر مسله د پاکستان بشري حقونو وزيرې شیرين مزاري سره په ټيليفون د خبرو کولو هڅه وکړه خو د هغې سيکريټري وويل چې نوموړې وخت نه لري. بلخوا د حکمران ګوند تحريک انصاف د پارليمان غړي اقبال افريدي مشال راډيو ته وويل چې پوځ بې ګناه خلک نه نیسي او که ادريس خټک یې بيولی وي نو معلومه به شي چې څه یې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((کوم خلک چې داسې وړل کېږي له هغوی تحقیقات کېږي. دا وخت اخلي. يوه هفته، لس ورځې يا شل ورځې. بيا يې د ګناه او بې ګناهۍ پته لګي. بيلکل عدالت ته وړاندې کېدل د هر سړي حق دی. خو ځيني زمه واريانې د امنيتي ادارو هم جوړېږي. هغه خلک به خپل سوچ او لارې بدلوي چې د ملک خلاف دي او د ملک د تباهۍ سبب کېږي.))

د پښتون ژغورنې غورځنګ او غېب کړل شوو بلوڅانو د موندنې غږ تنظيم يا وایس فارن میسینګ بلوچ پرسنز هم د پاکستان پر پوځ نيوکې کوي چې په غېرقانوني ډول خلک په بندېخانو کې ساتي. پوځ په بيا بيا خپل دا دريځ وړاندې کړی چې هر څه د خپل ملک د ګټو لپاره کوي.

XS
SM
MD
LG