د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د اقلیتونو د حقونو دفاع لپاره پارلېماني کمېټي جوړه شوه


د سېنېټ چیرمن صادق سنجراني د اقلیتونو د حقونو لپاره یوه پارلیماني کمیټي جوړه کړې ده.
د سېنېټ چیرمن صادق سنجراني د اقلیتونو د حقونو لپاره یوه پارلیماني کمیټي جوړه کړې ده.

پراګ ـ په پاکستان کې د لږکیو د حقونو د دفاع په موخه د سېنېټ مشر یوه پارلېماني کمېټي جوړه کړې ده.

دا ګام وروسته له هغې اخېستل شوی چې په پاکستان کې د مذهبي اقليتونو د غړو په زور د مسلمانولو او ودولو پر له پسې رپورټونه مخې ته راغلي دي. بشري حقونو پر دې خبره اندېښنه ښودلې ده.

دا کمېټي به دغه مسله څاري او کوشش به کوي چې د قانون له لارې په زور د مذهب بدلونې مخه ونیسي. په کمېټه کې د ځينو وزيرانو تر څنګ د پارليمان ځيني غړي شامل دي.

د نومبر په ۲۱ مه په دغه اړه په یوه خپره شوې سرکاري اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کمیټۍ کې د مذهبي چارو، بشري حقونو او پارلیماني چارو د وفاقي وزیرانو په ګډون د پارلیمان د دواړو خونو ۲۲ غړي شامل دي.

په پاکستان کې د اقلیتونو یو استازي او د مسیحي ټولنې یو مشر فیدرک عظیم د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل کمیټۍ جوړیږي خو څه نتیجې يي مخې ته نه راځي:

"موږ د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوو خو زموږ اواز نه اورېدل کېږي. تاسو ته د پیښور د ایډورډز کالج کیسه مالومه ده چې د صوبې ګورنر شاه فرمان يې د قبضه کولو په چکر کې دی. دا خو کیدې نه شي، ځکه چې دا موږ ته زموږ د پلرونو او نیکونو نه پاتې شوی دی. تاسو پوهیږئ چې د بوټو په دور کې ادارې قامي ګرځول شوې وې نو دوی اوس زموږ نه د کالج تروړلو لپاره هغه زوړ کیسټ چلوي."

بل خوا حکومت ادعا کوي چې د اقلیتونو د خیر ښیګړې لپاره کار کوي او اوس اوس يې د هند د سیکانو لپاره د کرتارپور لاره هم پرانستې ده.

د نوې جوړې شوې پارلیماني کمیټۍ یو غړي سېنېټر ډاکټر اشوک کمار د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د هندوانو او عیسویانو په زوره له خپله مذهبه د اړولو په اړه راپورونه د مبالغې نه ډک دي:

"د سیند نه ځني داسې راپورونه مخې ته راځي خو دا داسې ځني خلک دي چې د مذهب په نوم سیاست کوي او وړې وړې خبرې لویې ښايي. په دې کې دومره رښتیا نشته. تاسو ګورئ چې کمیټۍ جوړیږي او چیرته چې داسې کومه معامله وي نو باقاعده قانون ته بیا کتنه هم کوي، قانون سازي هم کوي او عملي کوي يې هم."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې پر مذهبي اقلیتونو د زور زیاتي پیښې ډیرې شوې دي. د پاکستان بشري حقونو کمیشن په وینا په دغه ملک کې په ۲۰۱۸ م کال کې خواو شا ۱۰۰۰ هندوان او عیسایان په زوره له خپل مذهبه اړول شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG