د لاسرسي ځای

تازه خبر

رياست دې ځان پر خلکو نه تپي: مشر قاضي اصف سعید کوسه


د پاکستان چيف جسټس اصف سعید کوسه
د پاکستان چيف جسټس اصف سعید کوسه

د پاکستان چيف جسټس اصف سعيد کوسه وايي د ملک چارواکي او ادارې بايد پوه شي، که رياست پر خلکو ځان تپل شروع کړي نو هغه رياست نه شي پاتېدلی.

نوموړي د ډېسېمبر په شپاړسمه په اسلام اباد کې د پوليسو اکيډمۍ افسرانو ته په وینا کې وويل چې په ۱۹۷۱ کال کې مشرقي پاکستان ځکه جدا او بنګله دېش جوړ شو چې د آيين او د خلکو د خوښې احترام و نه شو.

نوموړي زياته کړه چې له دې بايد زده کړه وشي او د پوليسو په شان امنيتي ادارې دې له قانونه پورته کارونه نه کوي.

هغه زياته کړه: ((رياست څنګه د خپلو خلکو خيال ساتي؟ د دې لپاره آيين موجود دی. قانون بايد حکمران وي. آيين د خلکو او رياست ترمنځ ټولنيز تړون دی. خلک به هله د رياست سره وي چې په آيين کې موجود حقونه ورته ورکړل شي. دا پر خلکو د ځان په تپلو سره نه کېږي. د آيين له مخې خلکو ته حق ورکول ضروري دي کنه نو يو رياست نه شي پاتې کېدلی.))

اوسنی بنګله دېش پخوا د پاکستان مشرقي برخه وه چې په ۱۹۷۱ کال يې ازادي واخیسته او ځان یې له غربي پاکستان بېل کړ. د ازادۍ د مبارزې ځپلو لپاره د پاکستان پوځ هلته تللو خو دوی په د هند او بنګله دېش سره په جګړه کې ماتې وخوړه او د ۱۹۷۱ کال د ډېسېمبر په شپاړسمه یې خوا او شا ۹۳۰۰۰ سرتيري هندي ځواکونو ته تسليم شول.

د ډېسېمبر شپاړسمې يادولو په وخت د پاکستان په پارلمان کې ډېرې خبرې ونه شوې. ځينو چې دا ورځ ياده کړه هغوی وويل چې که فېصلې د آيين له مخې او پارليمان له خوا کېدلی، پاکستان به نه ماتېده. د پيپلز پارټۍ راجا پرويز اشرف وويل د قانون احترام د هېواد مضبوطولو لاره ده. ((موږ بايد په خپلو کې سره کښېنو او وګورو چې په کومه خوا روان يو. آيا موږ خپل منزل سم ټاکلی دی؟ پر دې هر څه د پوهېدو او کولو لپاره يوازينی ځای پارليمان دی. د دې ايوان غوښتنه دا ده چې پر ټولو مسلو بايد همدلته بحث وشي.))

په ۱۹۴۷ کال کې له برتانيه ازاد شوي پاکستان کې بيا بيا د قانون د احترام خبره ځکه کېږي چې دلته خوا او شا دېرش کاله پوځ د کودتاوو له لارې حکومت کړی دی. په پاتو کلونو کې چې دوی نېغ په نېغه حکومت نه کاوه هم پرې په سياست کې د مداخلې تور پورې شوی. اوسمهال هم اپوزېشن ګوندونه د وزيراعظم عمران خان تحريک انصاف حکومت سره د پوځ د ملاتړ تور پورې کوي. خو پوځ او حکومت واړو دا ردوي او وايي د ملک چلولو لپاره د دوی نيزدې اړيکې ضروري دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG